IQNA

له وحدت سره مخالف؛

الازهر شیعه نه ویرولو ته وده ورکولو لپاره مقابلې پیل کوی + انځور

0:52 - December 16, 2015
د خبر لمبر: 3463646
نړیواله ډله: الازهر اسلامی مرکز، مصر کې د شیعه نه ویرولو یو نوې څپه راوچته کړې او د مقابلې په قالب کې د «تشیع رسوخ» موضوع باندې مقابلې پیل کویږ


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الیوم السابع» خبرونو بنسټ نه په نقل، د الازهر اسلامی پوهنتون مشرانو له اړخه چې د اهل سنت مذهبی مرجعیت یی په غاړه دی، د اسلامی وحدت خلاف او د ډله ډلبندۍ اقدام کړۍ، چې د «د اهلسنتو ترمنځه د شیعه خپرېدل، دلیلونه، خطری او د مقابلی لاری» موضوع باندې د مقالې لیک مقابله پیل کولو اقدام کړی.

دا مقابله د الازهر اسلامی مرکز له اړخه د آذر میاشتی ۲۲ تاریخ باندې شروع شوی او ۱۰ ورځو پوری ادامه لرې.

الازهر په دې مقابله کې بریالی کسانو لپاره چې د دې پوهنتون نه بهرنۍ محصلو لپاره پیل کېږی د ۴۲زره جنیه(د مصر پیسه) جایزه ورکولو اعلان کړی.

۴،۳او ۵ زره جنیه ړومبنې نه تر دریم راغلی کسانو لپاره، ۲ زره نور ۱۰ ګټونکو لپاره او د مصر زر جنیه د دې مقابلې نورو ۱۰ ګډون کوونکو لپاره ورکولو اعلان یی کړی.

«د اهلسنتو ترمنځه د شیعه خپرېدل، دلیلونه، خطری او د مقابلی لاری» مقابلې به په دوه برخو کې پیل کېږی چې په ړومبنی برخه کې له علمی څانګې نه غوښتنه شوی چې ۲ کتابونه چې د شیعه فکر باندی لیکلې شوی دې خلاصه کړی او علمی راپور له دې دواړو کتابونو نه ورکړی.

شرکت کوونکې باید یو کتاب چې د شیعه باره کې وې په ۵ پاڼو کې او یو بل کتاب ۱۰ پاڼو کې بی له کتاب لفظونه استعمالولو نه خلاصه کړی.

دا علمی راپور باید د شیعیانو ۱۰ عالمانو مهم او سرچینه کتابونو معرفی او د هغه کتاب لیکوال معرفی سره او ورسره د ۱۰ اهلسنت پوهاندو چې شیعیانو ته یی ځوابونه ورکړی د هغی معرفی او د هغوی د مهم کتابونو معرفی هم وی.

د دې مقابلې دویمه برخه چې هنری ده، ګډون کوونکې به په دې برخه کې یو نندارتون د شیعه فکر باره کې جوړه وې چې په کې دغه فکر ته ځواب او ګواښ څرګنده وی.

همدارنګه، شرکت کوونکې په دې برخه کې یوه برېښنایی راپور هم وړاندې کولی شی چې په کې ذهنی نقشه، مفاهیم او انځورونه د شیعه په اړه او یو تقریر د شعیه خلاف چې په کې شعیه ته ځواب ورکړی شوی وې، یو ۲۰ بیتی شعر او یو قیصه چې دوه دوستان وی او یو په کې شیعه شوی وې او یو د هغه بیا سنی کولو باندې کوښښ کوی لیکلی وی.

مصر د خلک د اهلبیت علیهم السلام سره مینه لرونکې خلک دی او د امام حسین علیه السلام سره منسوب چې الحسین علیه السلام جومات نوم لری او د امام حسین علیه السلام سر مبارک مدفن باندې مشهور دی سپېڅلې ګڼې او لکه د شیعیانو د دغه مرقد زیارت کوی.

د مصر مرکزی حکومت د فاطمیون شیعیان وو چې د خپل حکومت په دوره کې یی د حضرت زهراء سلام الله علیها په نوم یو جومات جوړ کړو او بیا دا جومات د الازهر مرکز په نوم مشهور شو او د سنیانو د مرجعیت مرکز وګرځیدو.





http://www.iqna.ir/fa/News/3462901

captcha