قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، د ایران په کیفری قوانینو کښې د بشری حقوقو د اصولو د انعکاس په سمینار کښې د ایران د قضائی قوې د بشری حقوقو د کمېټۍ مشر محمد جواد لاریجانی وویل: لویدیځوال د کلتوری، سیاسی، امنیتی او فوځی یرغل په چوکاټ کښې د ایران په خلاف د بشری حقوقو بحث مطرح کوی.
هغه زیاته کړه: له اروپائی پلاو سره د ایران د بشری حقوقو د کمېټۍ غونډو ته په اشارې سره وویل: په دغو غونډو کښې مختلف پلاوی د ایران د اسلامی جمهوریت له حقوقی قوانینو سره د آشنائۍ غوښتونکی دی او ډېر زر به د هغوی لپاره کلاسونه جوړ کړې شی.
د ایران په کیفری قوانینو کښې د بشری حقوقو د اصولو انعکاس نومې یو تخصصی سمینار پرون په تهران کښې وشو.
parsstoday.com