IQNA

سعودی او مصر په ترکیه کې د اسلامی همکاریو سازمان د غونډې ناکامولو هڅه کړې وه

8:55 - December 17, 2017
د خبر لمبر: 3480887
نړیواله ډله: د برتانیې خبرې وېب پاڼې میډل ایسټ آی  لیکلی، چې سعودی او مصر هڅه وکړه چې په ترکیه کې د بیت المقدس په ملاتړ را بلل شوې غونډه ناکامه کړی.
سعودی او مصر په ترکیه کې د اسلامی همکاریو سازمان د غونډې ناکامولو هڅه کړې وهقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، د سعودی او مصر خپل ملاتړی هیوادونه امارات او بحرین وهڅوله چې په دغه غونډه کې خپله نمایندګی په ډېره ټیټه کچه وکړی، چې همداسی وشوه، یادو څلورو هیوادونو تر ټولو ټیټ رتبه استازی غونډې ته ور ولېږل او له بله اړخه یې د فلسطین په قضیه کې مهم دخیل هیواد اردن او د فلسطین ولسمشر محمود عباس باندی فشار وارد کړ تر څو په غونډه کې د ګډون څخه ډډه وکړی.
د سرچینې په وینا محمود عباس تر غونډې یوه ورځ مخکې مصر ته غوښتل شوی وو او بیا هلته ځینو دولتی رسنیو داسی راپورونه خپاره کړل چې ګواکی هغه ناروغ دی تر څو د غونډې څخه د غیر حاضرې مجوز ورته ولټوی. په ورته وخت کې د اردن پاچا عبدالله تر غونډې شپږ ساعته تر مخه په ریاض کې د سعودی چارواکو تر فشار لاندی وو تر څو ترکیې ته سفر ونه کړی، خو نوموړی هیڅ پروا ونه کړه او ترکیې ته یې ځان ورسوی. چېری چې د ورځپاڼې په وینا دواړو مشرانو د پخوا په پرتله د اسرائیل سره د اړیکو په ارتباط او راتلونکی جوړ جاړی په اړه واضحې او توندې خبرې وکړې.
ویب پاڼه زیاتوی چې دواړه مشران د اسرائیل، سعودی، مصر او امریکې تر منځ د فلسطین په اړه وروستیو بحثونو خفه کړې او داسی فکر کوی چې دوی په تاریکه کې ساتل کیږی او څلور سره هیوادونه پر خپل سر د فلسطین د راتلونکی په اړه پرېکړې کوی.

captcha