IQNA

د غزه په قرآن کریم راډیو کښې د تفسیر دورې پایان

23:28 - March 19, 2018
د خبر لمبر: 3481112
نړیواله ډله: د غزه په قرآن کریم راډیو کښې د قرآن کریم تفسیر ۹ کلنه دوره ۶۰۰ ګېنټو تفسیري پروګرام چې د غزه اسلامی پوهنتون استاد عبدالکریم دهشان له اړخه به وړاندې کېده تر پایی ورسېده.
ایکنا راپور له مخې، د صفا فلسطین مطبوعاتو خبرونو نه په نقل، د غرې په قرآن کریم تفسیر راډیو کښې د مع القرآن «قرآن کریم سره» نومې پروګرام ضبط کېدو دا پروګرام د غزه قرآن کریم راډیو جوړېدو سره په کال ۲۰۰۹ کښې شورو شوې وو.
دا قرآنی پروګرام د غزه په قرآن راډیو کښې لومړي قرآنی پروګرام شمېرلي کېدو او دا پروګرام د غزه اسلامی پوهنتون تبلیغ او قرآن کریم مرکز له اړخه وړاندې کېدو.
مع القرآن پروګرام د فلسطینی ټولنې، قرآن کلتور، علمونه، اسلامی ارزښتونه او صحیح عقیدې ته دعوت هدف سره د راډیو له اړخه خپرېدلو.
د دې پروګرام استاد عبدالکریم دهشان د غزه اسلامی پوهنتون استاد دی چې له کال ۱۹۷۹ نه د غزه په اسلامی پوهنتون کښې استاد دی او د قرآن کریم علمونو او تفسیر درسونه وړاندې کوي.
په دې قرآنی پروګرام کښې به یو شمېر د تفسیر او قرآن کریم علمونو محصلانو له هغه سره ګډون کولو.
http://iqna.ir/fa/news/3700350
captcha