IQNA

د پاکستان په جشنوزمه کښې د عراق قرآنی نوابغو ځلا

1:44 - March 21, 2018
د خبر لمبر: 3481114
نړیواله ډله: په پاکستان کښې «نسیم کربلا» کلتوری-دینی په پنځمې جشنوزمه کښې د ګډون کوونکو قرآنی پوښتنو ته ځواب ورکولو سره د عراق قرآنی نوابغو شتون لرونکې حیران کړل.
د ایکنا راپور له مخې، د dar-alquran.org نه په نقل، د قرآن ټول قرآن کریم حافظان ۱۹ کلنه حسین عبدالرضا او ۱۱ کلنه سیف مصطفی لطیف چې د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیارت دارالقرآن سره تړون لري د پاکستان په اسلام آباد ښار کښې د نسیم کربلا کلتوری – دینی په پنځمې جشنوزمه کښې ګډون سره د ناستو کسانو د پوښتنو ځوابونه مکمل مهارت او تسلط سره ورکړل.
په دې جشنوزمه کښې ګډون کوونکې د قرآنی ډلې مشر او د قرآن کریم حفظ کوونکو درس ورکوونکې استاد محمد باقر منصوری په دې اړه وویل: د دې جشنوزمي ځنې وخت د عراق د ټول قرآن دوه حافظانو د حفظ مهارتونو سره ځانګړیتیا لرله چې په دغه برخه کښې په جشنوزمه کښې شتون لرونکې پاکستانیانو او استادانو، یو شمېر پوښتنې د قرآن کریم مختلفو آیتونو، سورتونو او پاڼو په هکله د دغه دوه ځوانانو حافظانو نه وپوښتلې چې د هغوي د پوښتنو ځوابونه ورکولو باندې ټول شتون لرونکې حیران وو.
هغه زیاته کړه: دا پروګرام د عراق په پاکستان کښې موجود سفیر او په پاکستان کښې موجود د آیت الله سیستانی غړې او یو شمېر دینی او رسمي شخصیتونو په شتون کښې پیل شو.
منصوري څرګنده کړه: حسین عبدالرضا عبدالله او سیف مصطفی لطیف د امام حسین علیه السلام سپېڅلې حرم سره تړون لرونکې دارالقرآن سره تړلې قرآنی استعداد له حمایت او ملي قرآن زدکړه کوونکو نه دي.
یادښتونه: د امام حسین علیه السلام په همت سره د تېر زیارت په مازدیګر د «نسیم کربلا» کلتوری دینی کلیزې پنځمه جشنوزمه د پاکستان اسلامی پوهنتون کوثر او د حضرت عباس علیه السلام سپېڅلې زیات حمایت سره شورو شوې دی.
http://iqna.ir/fa/news/3700512
captcha