IQNA

د ابن غطوس سره تړلي درېمه نسخه ترلاسه شوه

په تونس کښې د قرآن کریم تاریخي خطاطی نسخې کشف

0:35 - March 24, 2018
د خبر لمبر: 3481117
نړیواله ډله: د تونس ملي کتابتون د ابن غطوس(د اوومې پېړۍ مشهور خطاط) سره تړلې د قرآن کریم خطاطی نسخې کشف خبر ورکړي.
د ایکنا راپور له مخې، د عربی الحدید ویبپاڼې نه په نقل، د تونس ملي کتابتون اعلان کړي: مورخان اعتقاد لري چې دا نسخه له ۹ پېړۍ مخکې لیکلې شوي ده او د دې لیک تقریباْ ۶ میاشتې وخت اخیستلې دی.
دا مصحف په څرمنه او په مراکشي خط کښې نصواري رنګ سره لیکلې شوي او د تشدید او سکون نښې یی په زیړ رنګ، او نور اعراب یی په سور او شین رنګ کښې څرګنده کړي.
د تونس ملي کتابتون خطاطی برخې مشر شاکر عادل کشک د دې نسخې په اړه وویل: د دایرو غوندې لیک د دې مصحف په پاڼو باندې لیدلې شي او سپارو تقسیموالو نښې په ښکلو شمېرو سره سینګار شوي دی.
هغه دې بیان سره چې لیکوال خپل نوم او د لیک تاریخ د سرو زرو په رنګ کښې په اخیرې پاڼه راوړې وویل: چا هڅه کړې چې د غطوس دغه نوم په تور رنګ سره له منځه لرې کړي چې تراوسه د دې کار علت روښانه نه دي.
کشک دې ته اشارې سره چې د تونس ملي کتابتون له دې نه مخکښې د مصحف دوه نسخې د غطوس په خط کښې لري، وویل: دا مصحفونه په اندلسي خط کښې ښکلې او په زړه پورې لیکلې شوي چې کوفی خط ته نږدې دي.
دا مصحف په فروري میاشته کښې د تونس ملي کتابتون څېړنو کمېټه ته ورکړی شوې او په تخصصي توګه د دې څېړنه شوي چې دغه څېړنې د دې ګواه وې چې د قرآن کریم دا نسخه د غطلوس اندلیسي په خط لیکلې شوي.
محمد بن عبدالله بن غطوس، د اندلس مشهور خطاط دی چې د قرآن کریم خطي نسخو باندې شهرت یی لرلو. هغه په کال ۶۱۰ هجري (۱۲۱۳ عسوي) کښې وفات شوي د هغه نوم د اندلس د خطاط سره په ډېرو سرچینو او کتابونو کښې راغلې چې محمد بن جعفر په سلوة الانفاس کښې د هغه په اړه دارنګه لیکلې: هغه ښکلې خط لرلو او یو شمېر مصحف یی لیکلې چې د هغه په اړه ویلې شوي چې هغه تر ۵۰۰ مصحفونه لیکلې دي.
http://iqna.ir/fa/news/3700948
captcha