د ایکنا راپور له مخې، د فرات نیوز نه په نقل، د عراق په پارلمان کښې د ایزدی غړې په یوه بیانیه کښې څرګنده کړه:
داعشی ترهګرو د ایزدی ۱۲۰ ماشومان له نینوا ولایت نه تښتولې او اوس ترې په سوریه کښې د بریدونو لپاره جنګ کښې ګډون باندې مجبوره وې.
په دې بیانیه کښې راغلې: د اعتبار وړ لرونکې معلومات په رڼا کښې هم دارنګه د یو ۱۱ کلن ماشوم چې له داعش په قبضه کښې موجود سیمې نه را تښتېدلي او عراق ته راغلې په دې باندې ګواه دي چې له ۱۰ نه تر ۱۳ کلنې ۱۲۰ ماشومان د دغه ترهګرې ډلې داعش په جال کښې بندې دي او داعش دغه ماشومان مجبوره وې چې د ځواکونو په جامه کښې په نښتو کښې ګډون وکړي.
دخیل د عراق حکومت نه دې ماشومانو ته نجات ورکولو غوښتنه وکړه او د سوریه په پوله موجود د عراق پوځ نه یی هم د دې ماشومانو په هکله غوښتنه کړي چې دې ماشومانو ته د مظلومانو په سترګه وګوري نه د ترهګرو.
د عراق په پارلمان کښې د ایزدي غړې تاکید وکړو: له ټولو پوځانو چې داعش سره په جنګ دي غوښتنه کوو چې زمونږ د دغه ماشومانو خیال وساتې او کله هم چې ونیولې شو نو له دې نه مخکښې چې هغوي ته سزا ورکړي لومړي دې ترې د هغوي د هویت ځان خبر کړي.
هغه زیاته کړه: له دې نه مخکې زمونږ د معلوماتو په توګه داعش ۱۰۶۰ ماشومان تښتولي وو چې هغه اوس د داعش په ځواکونو کښې ګډ دې او ځنې په بریدونو کښې وژلې شوي دي.
http://iqna.ir/fa/news/3701295