IQNA

د سورئې پوځ له درعاسره د ترهه ګرو ارتباط غوڅ کړ

11:16 - June 24, 2018
د خبر لمبر: 3481266
نړیواله ډله: خبرونه ښئ ، دسورئې پوځ د دغه هیواد په جنوبی جبهې کې د دیره کیدا لپاره خپل اقدامات او دغه راز د السویداء شمال لویدیځ او دالصنمین اوخلخله پوځی مرکزونو ته دپوځی تجهیزاتو لیږد پیل کړی دی .

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، ایرناخبری آژانس راپور ورکړ د سورئې وسلوال پوځ د دغه هیواد په جنوب کې د ترهه ګرو ډلو دیوه خورامهم مرکز : اللحاه : سیمې کې دترهه ګرو دتدارکاتی کرښو باندې په مسلط کیدا سره له درعا ښار سره دهغو ا رتباط غوڅ کړ .
راپورښئ ، دسورئې میدانی سرچینو نن د سورئې دپوځ په عملیاتو کې په اللحاه سیمې کې د ترهه ګرو دتدارکاتی لارو له غوڅیدا وروسته ، د بصرالحریر ښارګی بشپړ آزادۍ ته په اشارې سره وئیلی دی ، په دغو عملیاتو کې چې له صهونیست رژیم سره داړونده ترهه ګرو دعملیاتو کوټه پکې بمباری شوی ، له صهونیسټانو او اردن سره د هغو ترهه ګرو ارتباط چې دغه سیمه ئې د وسلو او مهماتو په ستر ګودام بدله کړې وه ،غوڅ کړ .
دسورئې پوځ پرون د درعا ولایت په ختیځ کې دترهه ګرو په ضد ، د صما الهنیدات او د حران هوافضا دفاعی نظام او دالبستان له درو چورلیزونو خپلې مقدماتی حملې پیل کړی دی .
خبرونه ښئ ، دسورئې پوځ د دغه هیواد په جنوبی جبهې کې د دیره کیدا لپاره خپل اقدامات او دغه راز د السویداء شمال لویدیځ او دالصنمین اوخلخله پوځی مرکزونو ته دپوځی تجهیزاتو لیږد پیل کړی دی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i73836

captcha