IQNA

د داعش ډلې تسلیم شوی غړی دې سزا شی

19:55 - September 17, 2018
د خبر لمبر: 3481522
نړیواله ډله: له دې مخکې هم دافغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر عبدا....عبدا.... وئیلی وو، د داعش ترهه ګرې ډلې له تسلیم شوو کسانو سره د جنګی بندیانو په څیر چلند کیږی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د افغانستان د ولسی جرګې غړو په تیره بیا  په دغه ولسی اورګان کې د  جوزجان ولایت دخلکو استازی  عبدالستار درزانی   د اشرف غنی له حکومته غوښتی دی ،  د داعش  هغه  دوه سوه پنځوس تکفیری  ترهه ګر چې  په همداوروستیو کې  د جوزجان ولایتی  چارواکو ته تسلیم شوی دی ،سزا کړائ شی .   هغه وئیلی دی ، د د اعش ترهه ګرې ډلې تسلیم شوو  غړو  دافغانستان دشمال د بې شمیره  بې ګناه خلکو په وژلو او ترهه ګرو حملو کې  مهم رول درلودلی دی .
 له دې مخکې هم  دافغانستان د  ملی وحدت حکومت داجرائی شورا  مشر عبدا....عبدا.... وئیلی وو،  د داعش ترهه ګرې  ډلې  له تسلیم شوو کسانو سره  د جنګی بندیانو په څیر چلند کیږی .
 د داعش  تکفیری ترهه ګرې ډلې  دوه سوه پنځوس  ترهه ګر کابو یوه نیمه میاشت مخکې  چې  په درزاب ولسوالۍ کې  طالبانو کلابند کړی وو،  ځانونه ئې   دافغانستان حکومت ته سپارلی دی .
 د دغو کسانو له تسلیمیدا وروسته  دجوزجان ولایت  ډیرو خلکو  دغه تسلیم شوی ترهه ګر  د عامو خلکو  په کړولو  او ځورولو  او  دبشری حقوقو  په خلاف ورزیو  تورن کړی او د هغوی د محاکمه کولو غوښتنې ئې کړی دی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i76538


captcha