IQNA

په چین کښې د عربی زدکړې مدرسه په زور باندې بنده کړه

23:12 - December 11, 2018
د خبر لمبر: 3481754
نړیواله ډله: د چین په پینګیانګ(Pingliang) ښار کښې د مدرسې چارواکو چې په کې طالبانو به د عربی ژبې زدکړې ترلاسه کولې، وایئ د دغه ښار چارواکو هغوي د دغه مدرسې بندولو لاندې مجبور کړل.

د ایکنا راپور له مخې، د ساوټ چاینا مورنینګ پوسټ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پینګیانګ(Pingliang) د روزنو چارواکې وایئ د مدرسې چارواکو ته ویلې شوې چې تر ۱۷ دیسمبر پورې ده مدرسه بند کړې او ۲۰۰ محصلان او ۲۰ معلمان کورونو ته ولېږي.
سره د دې چې دا مدرسه له کال ۱۹۸۴ نه فعاله ده، چارواکو ادعا کړې چې د فعالیت اجازت نه لرې، بینګیانګ ښار د ګانسو او شانګزی ولایت پولو سره وړوکې ښار دې چې د چین له فقیرو سیمو نه شمېرلې کېږي.
یو معلم چې غوښتنه یی وکړه نوم یی څرګنده نشې وویل: داسې ښکارې چې چارواکې په اصل کښې نه غواړې مونږ سره خبرې وکړې. زمونږ ټول محصلان له غریبو کورنو دې، د ژبې زدکړې سره هغې به دغه قدرت ترلاسه کړې چې د منځني ختیځ تجارت کوونکو د ژباړن په توګه یو کار ترلاسه کړې شې چې په ګواندونګ غوندې ولایتونو کښې په تجارت کښې مشغول دې.
د عربی زدکړې مدرسې بندول، یوه بله نښه د پکن حکومت له اړخه ورځ تر ورځ د دغه مسلمانانو د سیمو کنټرول کولو نښه ده چې له درې کالو نه زیات یی شوې او د دغه هیواد د ولسمشر زی جینپینګ په غوښتنې باندې چې په دغه هیواد کښې موجود د ټولو دینونو او د اقلیتې کلتورونو په چینې کلتور یوځای کولو او د سوسیالیستی ارزښتونو سره شورو شوې وو.
مسلمانان د چین په ټولنه کښې ۲٪ دی، په چین کښې د مسلمانانو تقریباْ ۱۰ قومونه ژوند کوې چې تر ټولو لوي قوم په هغې کښې هوي(Hui) دی، هغوي د اویغور اقلیتي قوم په خلاف له دینی ازادی زیات حق لرونکې دی.
د بشري حقوقو یو سازمان چې د ملګرې ملتونو سازمان سره تړون لرې په نږدې تېرو ورځو کښې یو راپور وړاندې کړې چې له یو ملیون نه زیات مسلمانان له اویغور او نورو مسلمانانو قومونو نه د چین په بیا ښودنې کمپ کښې ډېرو سختو حالاتو سره مخامخ دی.
http://iqnanews.ru/fa/news/3770886
captcha