IQNA

په کابل کښې د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزې غونډې بیانیه

10:52 - December 17, 2018
د خبر لمبر: 3481767
نړیواله ډله: د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د کابل د درې اړخیزې غونډې په خبرپاڼه کښې، په افغانستان کښې د تاوتریخوالو د ختمولو او د صلحې د ټينګښت لپاره د ټولو ګوندونو او طالبانو د مرستې په ضرورت ټینګار وکړ.

 

ایرنا لیکلي چې په کابل کښې د صلاح الدین رباني، شاه محمود قریشي او وانګ یي دوه ورځنی غونډه پرون مازیګر په افغانستان کښې د صلحې او د ترهګرۍ په هکله د یوې خبرپاڼې په صادریدو سره پاې ته ورسیدله.

په دغه بیانیه کښې راغلي دي: د افغانستان ټول ګوندونه او طالب ډله باید د تشدد د ختمولو او د بیګناه خلکو د وژلې د بندولو لپاره د صلحې په خبرواترو کښې مرسته وکړي.

د افغانستان، پاکستان او چین خارجه وزیرانو په یاده خبرپاڼه کښې په افغانستان کښې له ترهګرو ډلو سره د مقابلې په چوکاټ کښې د بیخ بیناؤ د پياوړتیا لپاره د درې واړو هیوادونو پر هلوځلو په ټینګار سره څرګنده کړه: په افغانستان کښې هیڅ ډلې ته د ترهګرو فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

د کابل درې ورځنی غونډه د افغانستان، پاکستان او چین د خارجه وزیرانو په سویه دویمه درې اړخیزه غونډه وه چې په اوله ورځ یې د یادو دریو هیوادونو ترمینځ له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د ګډې ملګرتیا هوکړه لاسلیک شوه.

د دې لړۍ وړومبۍ غونډه تیر کال په چین کښې ترسره شوې وه.

http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78987

captcha