IQNA

د نیویارک کلیسا د اسلام پېژندلو پروګرامونو کوربه

22:10 - March 13, 2019
د خبر لمبر: 3482021
نړیواله ډله: د اسلام پېژندلو کلیزه اتلسم پروګرام د امریکا نیویارک ولایت د بوفالو ښار په کلیسا برسبیترین کښې ‍له منګل په ورځ شورو کېږي.

د ایکنا راپور له مخې، د بوفالو نیوز نه په نقل، د دغه پروګرام لومړۍ غونډه د اسکیپ فرګوسن کشیش او د ډاکټر ساسان طبا د نیویارک غرب مسلمانانو عمومي اړیکو شورا د «په اسلام او مسیحیت کښې د خدای مفهوم» موضوع باندې تقریر سره شورو شوه.
نورې غونډې به د ۱۹ او ۲۶ مارچ(۲۸ اسفند او ۶ فروردین) په ورځو باندې او دویم اپریل(۱۳ فروردین) باندې په دغه کلیسا کښې پيل کېږي.
راروانې غونډې به د چاناتان لارنس له کاتسیوس پوهنځې نه، امام خلیل قادري له نیاګارا له اسلامی جامعه نه، دانیل شیفلینګ له مسیح متحد کلیسا نه او حسام غانم له نیاګارا اسلامی جامعه نه د « په مقدس کتاب کښې ابراهیمي دینونه»، «د مسلمانانو او مسیحیانو لپاره الګو» او «څنګه د مسلمان او مسیحي په عنوان سره ژوند وکړو» موضوع باندې پیل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3796969
captcha