IQNA

په کابل کښې بيا ترهه ګريزه چاودنه رامنځته شوه

21:32 - March 25, 2019
د خبر لمبر: 3482051
نړواله ډله: خبري سرچينو د کابل په ختيځ کښې د بمي چاودنې خبر ورکړ.
ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، د افغان سرچينو په نقل سره زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دغه ترهه ګريزه چاودنه نن د کابل ښار د ختيځ په دولسمه امنيتي سيمه کښې رامنځته شوه خو تر اوسه د هغې رامنځته کېدو د څه رنګوالي او احتمالي سرتاوانونو څخه رپوټ نه دےخپور شوے.تر اوسه چا کس يا ډلې هم د دغې چاودنې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.
د نوروز له اختر سره په يو وخت قندهار، لښکرګاه او د افغانستان نورې سيمې په تېرو دريو ورځو کښې د څو ترهه ګريزو چاودنو او حملو ډګرونه وو چې له امله يې په لسګونو تنه وژل شوي يا ژوبل شوي دي.



captcha