د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې سلګونو کسانو پرون د امریکې او اسرائیلو خلاف د مظاهرو په کولو سره د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د فلسطین او مینځني ختیځ په وړاندې د امریکې د سیاستونو په وجه د دغه هیواد د نورو چارواکو خلاف یولړ شعارونه ورکړل.
مظاهره چیانو هم داشان د صهیونیسټي رژیم له خوا د غزې تړانګې د محاصرې د ختمیدو غوښتنه وکړه.