ایکناخبری اژانس د ایرناله قوله رابور راکړ ، د یمن په چارو کې د ملګروملتو ځانګړي استازی ګرانډبرګ بیګا په یو لړ څرګندونو کې ووئيل ، دیمن د ملي نجات حکومت او د سعودي عربستان په مشرۍ ائيتلاف د دوه میاشتني اور بند دټينګیدا لپاره د ملګروملتو وړاندیز ته چې د اپریل د دوهمې نیټې ماښام اوه بجې اجرائي کیږي ،مثبت ځواب ورکړی دی .
د یمن په چارو کې د ملګروملتو ځانګړي استازي دغه راز ووئيل ، له دغه اور بنده موخه ،له تاؤتریخوالی کړاؤ څخه د ژغورنې لپاره د یمن ولس ته یوه فرصت ورکول او لا مهمه په دغه هیواد کې د جنګ دختمیدا لپاره دیوې هیلې رامینځةکیدا ده .
د ګرنډ برګ د اعلان په اساس ، دواړو خواؤ ، دیمن لویدیځ ،الحدیده بندر ته د سونګو د کشتیو د واریدیدا ، او هم په سیمې کې د ټاکلو موخو په لور د صنعاء هوائي ډګر څخه د الوتونو او دغه راز د تجارتي الوتونو په باب موافقه وکړه .
په عین حال کې د د یمن د ملی نجات حکومت د مرکچي ټيم مشر محمد عبدالسلام د ملګروملتو د ځانګړي استازي په وسیله د دوه میاشتني اوربند د اعلان په هرکلي سره ووئيل ، په دغه اور بند کې دپوځي عملیاتو دریدا ، د ځینو الوتونو لپاره دصنعاء د نړیوال ډګر پرانیستل کیدا او دتیلو دکشتیو پر مخ د الحدیده بندر پرانیستل شامل دي .
په همداوروستیو کې د یمن پوځ او مبارزو کمیټیو دعربستان په زړه کې داسې کوټلي او جدي پوځي عملیات کړي ، چې عربستان او متحدان ئې دې ته اړ کړي ، څو له اوربند سره موافقه وکړي .