IQNA

د رهبری لیدلوری، د اسلامي جمهوریت د دوام راز

23:48 - June 05, 2021
د خبر لمبر: 3484350
د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: د امام خمینی ره تر ټولو مهم نوښت د اسلامي جمهوریت ټکی دی چي دا همهغه اسلامي ولس پالنه ده چي د اسلامي جمهوریت په عنوان سره یې رسمیت تر لاسه کړ او د ایران د ولس په هوډ او مفکورې سره د امام خمینی ره په مشری پلی کړای شو.
حضرت ایت الله خامنه ای د جمعې په ورځ د امام خمینی ره د تلین په مناسبت په خپلو وېناو کې وویل: د اسلامي جمهوریت د پاته کېدو پرتمین او ویاړ بخښونکی راز په دوو ټکو یعني په اسلامیت او جمهوریت کې نغښتي دي.
کله چي د اسلامي جمهوریت نظام په ایران کې پلي کړای شو، د اسلامي انقلاب دښمنان او بدغواړو وویل: د اسلامي جمهوریت نظام ډېر ژر له مینځه ځي، لیکن دغه نظام په مختلفو ډګرونو کې د بریالیتوب په اوج کې خپل ۴۳ کلیزه تر شا پریږدي.
په تېرو ۴۲ کلونو کې په مختلفو سیاسي ډګرونو کې منجمله په ټاکنو د خلګو برخلیک ټاکوونکی او دوامداره حضور د اسلامي جمهوریت د نظام د دوام او د دښمنانو د دسیسو د شنډولو جړه ده.
همدغه د خلګو ملتیا او د خلګو رول لوبونې ته پاملرنه او د اسلام په مبارک دین باندې تکیه، د اسلامي انقلاب او د نړۍ د نورو انقلابونو تر مینځ توپیر جوړوي، چي د رهبری په تعبیر، ځینې انقلابونه په نړۍ کې په شوق او ذوق سره پیلیږي لیکن په غمجنو پایلو سره ختمیږي.
د ایران اسلامي جمهوریت په تېرو څلورو لسیزو کې د زیاتو ستونزو او خنډونو سره سره بیا هم په سیاسي، دفاعي، امنیتي او اقتصادي ډګرونو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. دغه مخ په وده بهیر ښیي چي هر ځای کې چي خلګ په تېره بیا ځوانان میدان ته ور ودانګي او د اسلام مبارک دین د خپلو فیصلو محور وګرځوي، ستونزي حل کېدایشي په تېره بیا اقتصادي ستونزې.
د ایران اسلامي جمهوریت نن د بندیزونو او د نړیوالو سیاسي دباونو په اوج کې د خلګو په توانمنیو باندې په تېره بیا د ځوانانو په وړتیاو په تکیې سره په پوهنیزو، درملیزو، ټکنالوجیو او فضایي علومو او تر ټولو مهم د کرونا ضد واکسن د جوړولو په ډګرونو کې خنډونه لیري کړي او غوره لاسته راوړنې درلودلې دي.
نن سبا یو ځلي بیا د اسلامي انقلاب په تاریخ کې یو برخلیک ټاکوونکی پړاو رارسېدلی دی چي هغه ولسمشریزي ټاکنې دي، چي په دغه ملي ډګر کې د خلګو حقیقي حضور د اسلامي جمهوریت د دوام راز نور هم پیاوړی کوي، د اسلامي جمهوریت د نظام د رامینځ ته کېدو او د دوام ستنه د ایران ولس دی، او دغه ولس د مذهبی ولس پالنې په ړنا کې د هیواد په مهمو چارو کې مستقیم او غیر مستقیم رول لوبوي.
په همدې لړ کې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران د دیارلسمي ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ته په خطاب کې ټینګار وکړ، هر یو نوماند چي ولسمشر شي، د هیواد اقتصادي چاري دي خپل اولویت وګرځوي او اقتصاد ته دې لومړیتوب ورکړي.
راتلونکې ولسمشریزي ټاکنې او په دغه سیاسي ډګر کې د خلګو پراخ ګډون له دوه چنده اهمیت څخه برخور دی ځکه چي د اقتصادي ناوړو حالاتو د حل په هاخوا کولایشي د کورنیو ظرفیتونو د بیا فعاله کېدو سبب وګرځي او په بهرني ډګر کې بیا د ایران په وړاندې د بهرنیو هیوادونو په دریځ نیونو کې اثر ګذاره واقع کېدایشي.
 د رهبر معظم له دفتر 
captcha