IQNA

د قران کتابت د نړۍ له زړه څخه راپورته شوی هنر دی

15:46 - May 11, 2022
د خبر لمبر: 3485789
تهران (ایکنا)- د اسلامي نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې د قران کریم د کتابت ، ښکلي کولو او د کاور کولو دودونه له یوبل سره زیات ورته والی لري خو په هرې سیمې کښې دغو دودونو د هغو ټاټوبو له ځايي هنرونو څخه اغیز منلی دی .

سره له دې هغه څه چې معلوم دي دا دي چې ټول کاتبان او نسخه برابرونکي د قران کریم د لیکلو او د برابرولو کار په عاشقانه ډول او په ترټولو ښو موجودو هنرونو سره ترسره کوي .

ایکنا خبري اژانس د العربي الجدید په قول راپور ورکړ د قطر ملي کتابتون د اسلامي نړۍ په هغو کلتوري مرکزونو کښې راځي چې په لاسونو زیات لیکل شوي قرانونه او د عربو خطي نسخې پکښې شته .

د قطر ملي کتابتون کابو څلورزره(۴۰۰۰) خطي نسخې لري چې څلورمه (۴)برخه یې د قران نسخې دي .

په دغو خطي نسخو کښې تر ټولو زاړه  موجوده نسخه  چې پاڼې یې له  پوستکي جوړې دې او ورستې شوي دي د لومړۍ(۱) هجري قمري پیړۍ او د دوهمې(۲) هجري پیړۍ یعني اومې (۷)او اتمې (۸)هجري میلادي پیړۍ سره اړه لري .

د قطر د  ملي کتابتون مشر هوسن تان وايي په دغو قرانونو کښې د افریقا ، د چین د هندوستان د جنوب ختیځې اسیا د هیوادونو په شان له اسلامي نړۍ د لیرو سیمو قرانونه او دغه راز په حجاز او قطر کښې کتابت او لیکل شوي قرانونه شامل دي .

د قطر «الزباره» نسخه :-

کوفي خط چې لومړي قرانونه په دغه خط سره ولیکل شول له میلاد څخه وروسته تر نولسمې(۱۹) میلادي پیړۍ پورې دود وو تر دې چې هغه خط چې حجاز نومول کیده او په اصل کښې  له کوفي خط څخه زوړ و دوه(۲) ډولونه یعني د مکې او د مکې ډولونه لرل مطرح شول .

ختیځ پیژاندو دغه دوه (۲)ډوله خطونه په یوه نوم کښې خلاصه او رالنډ کړل او د حجازي خط نوم یې ورکړ .

د چین قرانونه :- د اسلامي او د ځايي دودونو یوځاې کیدل :

د قران کریم په سلګونو نسخې چې د چین د مسلمانانو لپاره لیکل شوي دي د قطر د ملي کتابتون په واک کښې دي او د دوې کتابت اوومې(۷) او اتمې(۸) پیړۍ ته ورګرځي چې په جلا جلا ډول د قران دیرش (۳۰)جزونه په بشپړه ډول پکښې لیکل شوي دي .

په جنوب ختیځې اسیا کښې قراني هنرونه :-

د بریتانیا په کتابتون کښې د جنوب ختیځې اسیا د ټولګې د برخې مشر انابل ګالوپ وايي په قران کریم کښې د ښکلاو اصلي کارندوالی د متن د معلومولو لپاره له لوستونکي سره مرسته کول دي .

تراوسه په جنوب ختیځې اسیا کښې د قران کریم د خطي نسخو شمیر له اوو سوو (۷۰۰)څخه تر اتوسوو(۸۰۰) پورې ثبت شوی دی چې کم شمیر یې اولسمې (۱۷) پیړۍ او اکثریت یې هم نولسمې(۱۹) پیړۍ ته ورګرځي او د قطر ملي کتابتون بختور دی چې د قران کریم یوه (۱) پرتمینه او ښکلي نسخه په واک کښې لري چې د ترنګانو سیمې په سبک لیکل شوي ده او لرغونوالی یې نولسمې (۱۹) میلادي پیړۍ ته ورګرځي .

په «بیهاري» خط د قران لیکل :-

بیهاري تر ټولو غټ خط دی چې د هندوستان په براعظمګي کښې د اسلام د شتون په وخت د اوږدې مودې لپاره یې رواج موندلی و  او د قران کریم د کتابت دغه سنت او دود له څوارلسمې(۱۴) میلادي پیړۍ څخه تر اولسمې (۱۷) میلادي پیړۍ پورې دوام درلود .

https://iqna.ir/fa/news/4055416

captcha