IQNA

د ډالاس په جواهراتو اسلامي هنر وځلید

15:05 - May 16, 2022
د خبر لمبر: 3485806
تهران( ایکنا) -د موډرنیټه په لټون کښې د کارټیه او د هنر اسلامي نندرتون په څه د پاسه څلورو سووجواهراتو او نورو ښکلیو شیانو سره د پاریس

ښکلیو هنرونو د میوزیم په ملګرتیا سره د ډالاتس د هنر په میوزیم کښې د غوايي د میاشتې په څلرویشته نیټه پرانیستل شو.
ایکنا خبري اژانس د ټیکساس منتهلي( Texas Monthly) په قول راپور ورکړ په دغه نندرتون کښې نندرې ته د وړاندې شویو اثارو چورلیزتوب د فرانسې په دغه یوسل اویا کلن برانډ باندې د اسلامي هنر اغیز او د ایران، عربو او د مغولو له هنر څخه اخیستل شوي اثار دي.
دغه نندرتون چې د لوور میوزیم په ملګرتیا او د فرانسې د مشهورو جواهرو جوړونکي شرکت کارټیه په ملاتړ سره ترسره شو د دې ښودنه کوي اسلامي هنر په کوم ډول د یوه کاسب په توګه په لويي کارټیه او له هغه لا مهم په لوکسو شیانو او جواهراتو کښې د هغه په کورني تجارت چې د هغه د نیکه په وسیله په ۱۸۴۷ میلادي کښې پیل شوی و اغیز وکړ.
د کارپیژاندو په وینا لويي کارټیه او د هغه وروڼوپه داسې موادو، انځورونو،رنګونو او تاکنیکونو پسې ووچې کولی شو هغه په خپل کسب کښې استعمال کړي .
د بیلګې په توګه د جواهرو یو سبک او سټائیل چې په توتي توتي نوم سره بازار ته وړاندې کیږي له داسې برشونو او د ګل او پاڼو په شان له تنظیماتو کار اخیستی دی کوم چې په هندوستان کښې مغولو کاروه.
https://iqna.ir/fa/news/4057149

بچوې: اسلام ، هنر ، فرانسه
captcha