IQNA

د ولسمشر له اړه د نړۍ مسیحیانو ته پیغام:

د خدای دین کښې تحریف کوونکو او تاوتریخوالی اقدام کوونکو سره مقابله د اسلامی او مسیحی نړۍ پوهاندو وظیفه ده

10:07 - December 29, 2014
د خبر لمبر: 2645804
نړیواله ډله: ولسمشر ایرانی مسیحیانو ته او د نړۍ مسیحیانو ته په یو پیغام کښې د حضرت عیسی علیه اسلام د میلاد او د میلادی کال ۲۰۱۵ شروع کېدو په حقله مبارکې ورکړی او څرګنده کړی ده: د اسلامی او مسیحی نړۍ پوهاندو وظیفه ده چې روښانتیا او هوښیاری پوهې سره خلک د الله روحانى سپېڅلی زېری نه اشنا کړی او له تحریف شوی او تاوتریخوالی دین پر خلاف مقابله ته تیار شی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ولسمشر اطلاع ورکوونکې ویب پاڼه http://www.president.ir نه په نقل، د حجت الاسلام و المسلمین ډاکټر حسن روحانی د پیغام متن دا وو:

د الله په نوم

د مسیح علیه السلام میلاد د بشر لپاره یو زېری وو چې د وینو او تاوتریخوالی تاریخ نه پس د الهی ابدی او عام ارزښتونو نه ډک د سولې او ملګرتیا او سره ګډ اوسېدو رڼا وه.

عیسی مسیح په داسې ټولنه کښې زېږېدلی وو چې هلته ایمان او بې دینی دواړه استبدادی اوزار وو، بې دینی د روم د دولت رسمی مذهب وو چې د یو خدای په ځې یی بې شمېره خدایان وو، او حکومت یی دیکتاتوره پر بنسټه ولاړ وو، او د هغه وخت ایمان لرونکې قوم یعنې بنی اسرائیل وو چې یواځې به یی د قوم او قبیلې فکر کوو، او نه یواځې دا چې د بې دینی او استبداد نه د نجات لپاره یی لټون نه وو کړی بلکې کله کله به یی د قوم مشران او ښاغلو به د خپل قوم به یی بندی درلوده.

مسیح راغللو چې زېری ورکړی الله یو دی، خو ولی د یو قوم او یو قبیلې نه دی الله یو دې او له ټول بشر لپاره دی او یو دی، مسیح راغلې وو چې ؤ وایئ ښه قوم، اوچت قوم او خوښ قوم وجود نه لری، هر کس چې د یو خدای ایمان راوړی ښه دی، د مسیح په زېری کښې رنګ او نسل، نوم او قبیله او قوم چا نه پوښتل، د هغه پیغام نړیوال وو، د هغه مذهب انسانی مذهب وو، د هغه کړنلاره رحمانی کړنلاره وه.

هغه لار چې مسیح د خپل قوم لپاره خوښه کړی وه د ټولو قومونو لپاره او د ټولو الهی انبیاؤ لار وه. هغه لاره چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و آله د الهی لطف سره دغې لار ته دوام ورکوونکې او کمال ته رسوونکې وو.

مونږ ایرانیان د یو ړومبنی مسلمان قوم او قبیلې په عنوان سره همېشه له مسیحی قوم سره د ګډ اوسېدو ښه تجربه لرو. د ایران مسیحیانو د مسیح خبرو ته غوږ نیولې او خپلې کړی دی چې د هغه پیغام د سولې او ګډ ژوندون دی، او نور ایرانیان هم د خپل هیواد اوسېدونکو سره د ګډ ژوندون ادابو او کلتور سره متعهد دی. د اسلام نه مخکې ایرانیانو هغه مسیحیانو ته چې د روم حکومت ځپلې وو پناه ورکړی وه. او د اسلام نه ورستو هم د دین رحمت پوهنو لاندې هر وخت یی په ایران کښې مسیحیانو سره د سولې او امن ژوند کړی.

مونږ په ایرانیانو که هغه مسلمانان وې که مسیحیان، که یهودیان او که زرتشتیان افتخار کوو، او مونږ د اسلام رحمتی زدکړو په رڼا کښې د ټولو الهی دینونو احترام کوو.

د جمهوری اسلامی ایران ولسمشر په توګه زه د حضرت عیسی بن مریم (علی نبینا و آله و علیه السلام) د سوله او ملګرتیا نه ډک د میلاد ټولو مسیحی هموطنانو او مسلمانانو او ایرانی ښاریزو او د ټولې نړۍ خدای منونکو ته مبارکې وکوم، او د قرآن د وحدت پیغام له ټولو نه ارزښتمنه هدیه نن ورځې لپاره خوښه وم، او ټول الهی دینونه ارزښتمنه مشترکو تعلیماتو ته دعوت کوم او د یو الله عبادت د  ستم ګری  او ظلم سره د مقابلې محور شمېرم.

نننی نړۍ، له هر وخت نه زیاته اوس د پیغمبرانو سوله او عدل او ازادی پیغام ته اړتیاوې لری، او دا د اسلام او مسیحی پوهانو وظیفه ده چې روښانتیا او هوښیاری پوهې سره خلک د الله روحانى سپېڅلی زېری نه اشنا کړی او له تحریف شوی او تاوتریخوالی دین پر خلاف مقابله ته تیار شی.

د میلادی نوی کال شروع کېدو سره زه هغه ټول انسانان چې ازاد نظره او سوله دوست دی ورور والی او ملګرتیا ته بلنه ورکوم او هیله لرم چې ۲۰۱۵ کال به د نړۍ خلکو لپاره د نیکمرغۍ او هوساینه کال وی.

حسن روحانی

د جمهوری اسلامی ایران ولسمشر

http://iqna.ir/fa/News/2640362

captcha