قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د کراچۍ د پوهنتون اسلامی مرکز شیخ زاید د رومی موسسه او د پیغمبر صلی الله علیه و آله پیژندو کرسی په مرسته د سیرت نبوی نړیواله کانفرانس پیل کولو اقدام کړی.
په دې نړیواله کانفرانس کښې د پاکستان د عالمانو او پوهاندو سره سره د نورو هیوادونو نه لکه د مصر او ترکی مسلمانان عالمان هم ګډون کوی.
د دې نړیواله کنفرانس پرانیستا مراسم به د ګل په ورځ په ړومبنۍ بهمن میاشته د پاکستانی وخت سره سم د سحر ۱۰ بجی د شیخ زاید کراچۍ پوهنتون سالون کښې پیل کېږی.
د قرآن تلاوت د نړیواله قاریانو او د ترکی او مصر پوهاندو د پیغمبر اسلام صلی الله علیه و آله په سیرت او د اسلامی نړۍ ستونزې موضوعاتو باندې تقریرونه د پرانیستا مراسمو کښې شامل دی.
د شیخ زاید اسلامی مرکز د ټولو خلکو نه په دې کنفرانس کښې د ګډون غوښتنه کړی.
http://iqna.ir/fa/News/2726876