IQNA

د انقلاب اسلامی لارښود

دایران اسلامی جمهوریت ثابته کړې ده چې بشپړ قدرت سره به خپله دفاع وکړی

1:14 - April 21, 2015
د خبر لمبر: 3182182
سیاسی ډله: د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای نن د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله وال پوځ د قوماندانانو سره کتنه کې تاکید کړی: اسلامی ایران د سیمې د هیوادونو لپاره هیڅ ګواښ نه دی خو ولی که تیری پرې وشی ، نو په بشپړ قدرت سره به خپله دفاع وکړی.


قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی انقلاب معظم لارښود اطلاع ورکوونکې دفتر نه په نقل، حضرت آیت الله خامنه ای پرون سحر د دوسله وال پوځ  د قوماندانانو، کارکوونکو او د پوځ د شهیدانو کورنۍ  سره کتنه کښې هغوی ته د لید پراختیا، دینی او انقلابی دریځ ټاکنه، خپل دفاعی توان زیاتولو او د روحی تیارېدو باندې تاکید سره وویل:

اسلامی ایران د سیمې د هیوادونو لپاره هیڅ ګواښ نه دی خو ولی  که تیری پرې وشی ، نو په بشپړ قدرت سره به خپله دفاع وکړی.

دایران داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا..  العظمی سید علی خامنه ای د کامیابۍ اویا ماتې  په وخت  انسانی اصولو اونړیوالو قوانینو ته دنړۍ د ډیرو پوځونو نه پابند کیدا ته په اشارې سره  ټینګار وکړ ، ددغې موضوع څرګند مثال ،  دنړیوالو قدرتونو په تیره بیا د امریکا چلند دی چې  هیڅ ډول نړیوالو قوانینواو  انسانی اصولو ته  پام نه کوی او په هر جنایت لاس پورې کوی.

دوی همداراز دیمن پیښو ، دغزې جنګ  او دلبنان  جنګ اوشخړې  نړیوالو قوانینو  ته دنه پابند کیدا مثالونه وبلل  او روښانه ئې کړه  داسلامی ایران وسله وال  پوځ  تل اسلامی قوانینو اوژمنو ته پابند دی  او هیڅکله  ئې  هم دبریالیتوب په وخت بلواوې  نه دی رامینځةکړی  او  نه هم دخطرې په وخت  ئې  له ممنوعه آوزارونو  اورودو  استفاده کړې ده

د اسلامی انقلاب معظم  لارښود زیاته کړه: دا چې جمهوری اسلامی ایران پر دې تاکید کوی چې اېټمی وسله به نه جوړه وی هم په دغه چارچوب و بر اساس تقیدات دینی په اساس دی.

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ایران له نورو هیوادونو مسئلو کښې د لاس وهنې په باب د ځینو جوړو شویو جعلی افسانو ته په اشارې سره  وویل: دا افسانې د واقعیت خلاف دی ځکه چې ایران تر اوسه د نورو هیوادونو مسئلو کښې نه لاس وهلې او نه به ووهې.

هغوی زیاته کړه: مونږ د هغو چې په  غیر ځواکیزه، ښځو او ماشومانو باندې حمله کوی کرکه کوو او ترې بېزاره یو او اعتقاد لرو چې دغه خلک له اسلام او انسانی وجدان نه بې خبره دی خو ولی مونږ د نورو هیوادونو مسئلو کښې لاس نه وهو.

د انقلاب اسلامی لارښود د ایران د وسله وال پوځ په اسلام او الهی قوانینو باندې پابند کېدل په خلکو کښې د محبوبتیا اصلی علت وښود.

هغوی د یمن پېښه کښې د متجاوزو نه د امریکه او غربی هیوادنو حمایت د نړی نا امنه کولو یوه نمونه شمېر کړه او څرګنده یی کړه: جمهوری اسلامی ایران، د نورو بې مهاره قدرتونو پر خلاف، امنیت یو الهی لوی نعمت ګڼو او د ځان او د نورو دفاع لپاره ولاړ یو.

د انقلاب اسلامی لارښود په اخیره کښې تاکید وکړو: د هیواد امنیت حفظ کول، د هیواد پولو او د عمومی خلکو خیال ساتنه د نظامی او انتظامی مسؤولانو مهمه دنده ده. 

http://iqna.ir/fa/News/3172363

captcha