قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «البیان» اماراتی ورځپاڼې نه په نقل، قرآنی ښکلې لیکوالو نړیواله اوومه غونډه نن مازدیګر د شیخ نهیان بن مبارک ال نهیان، کلتوری وزیر ، ځوانانو او د امارات ټولنې پرمختیا شتون سره دبی ښار کښې شروع کېږی.
د دې غونډې پرانیستا مراسمو کښې یو شمېر د امارات مسؤولانو او کلتوری فعالانو ګډون وکړو.
دا غونډه د امارات کلتوری وزارت له اړخه د عرب ژبی او ادبیات او هنر ته تمرکز سره د عربی خط ښکلا پیژندنه او اسلامی ښکلا چې د تاریخ په اوږدو کښې د اسلام او عربی کلتور مهمې نښې دی پیل کېږی.
په دې غونډه کښې د نړۍ نه د قرآن ۳۰ ښکلې لیکوال له ۱۱ هیوادونو عربستان، ایران، عراق، مصر، اردن، ترکی، الجزایر، یمن، ډنمارک، شام او امارات نه شتون لری او د قرآن کریم د کامل لیک نسخې به وړاندې کوی چې هر یو به د قرآن یوه پاره په ښکلې لیک سره لیکې.
د دې دورې له نورې پیل شوی دورو نه امتیاز دا دې چې په دې دوره کښې قرآن لیکلو کښې به د خط نسخ، خط محقق او ثلث نه هم استفاده کېږی.
دا قران چې هر پاره به یی یو خوشخط لیکې په ۲۷ رمضان به وړاندې کېږی.
د ترکی محمد اوزجای، د عراق نه عبدالرضا بهیه داوود الفرجاوی، د شام عبیده محمد صالح البنکی د دې دورې د درېیمګی په توګه چې له ټولو نه ښکلې لیک انتخاب کړی شرکت کوی.
همدارنګه د امارات کلتوری وزارت دې غونډه سره سره یو هنری نندارتون هم پیل کوی چې په کې به د اسلامی ښکلا او ښکلې لیک نادر بورډونه چې پرې د نړۍ د هنرمندو عربی ښکلې لیک او ښکلې آثار جوړ شوی چې عمومی خلکو نندارې لپاره به یی وړاندې کوی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3326479