IQNA

د «شیکاګو» کانفرانس کې نوې مسلمانان شوو د اسلام قبولو خپله کیسه وکړه

16:11 - September 10, 2015
د خبر لمبر: 3361115
نړیواله ډله: د امریکا یو شمېر نوې مسلمانان شوو شیګاګو ښار د ۱۳ نه تر ۱۶ شهریور پوری د مسلمانانو کلیزه غونډه کې د اسلام قبولو په هکله خپله کیسه وړاندې کړه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، «On Islam» خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، د امریکا مسلمانانو ستره غونډه هر کال د امریکا شمال اسلامی ټولنه(ISNA) له اړخه پیل کېږی.

د امریکا شمال اسلامی ټولنه(ISNA) مشر اینگرید متسن، هغه کس دې چې هغه دې ټولنې ته نوې مسلمانان شوی کسانو لپاره اختصاص ورکړو او د هغې اسلام قبولولو چې څرنګه یی اسلام قبول کړو خپله کیسه وړاندې کړه.

هغه وویل: زه د یوې مسیحی ټولنې کاتولیک فرقه کې را لوی شوې یم او همدارنګه د کاتولیک ټولنې نمانځونکی یم.

متسن ادامه کې وویل: هغه راهبان چې ما ته به یی ښودنه کوله د ټولنیز عدالت او د ټولنیزه فعالیت ډېر منونکې وو، ما کلیسا سره په الهیاتو کې مشکل لرلو.

هغه څرګنده کړه چې څه رنګه هغه پاریس کې د یو شمېر سنګالی محصلانو سره ملګری شو او اسلام سره یی پېژندګولې وشوه.

اینګرید متسن وویل: د پوهنتون اخیرنی کال کې مطالعه لپاره پاریس ته تللې وم او یو شمېر سنګالی ملګرو سره آشنا شوم او د دې اړیکو نتیجه دا وه چې د اسلام په هکله مې مطالعه او د قرآن تلاوت می شروع کړو.

هغه زیاته کړه: دغه سنګالی ملګری زما لپاره بهترین مسلمانان وو، د هغې شخصیت، د هغې زړه سوی او د هغې درنوالی زما لپاره د یو ژوند معیار وو.

د امریکا شمال اسلامی ټولنې غونډه د ۱۹۶۳ نه هر کال پیل کېږی او دې کال په کې د ۴۰ زره نه زیات کسانو ګډون کړی وو.

http://www.iqna.ir/fa/News/3360354

captcha