IQNA

د انګلیس قرآنی مجموعې تر ټولو لوي نندارتون

7:41 - April 10, 2016
د خبر لمبر: 3479957
نړیواله ډله: د اسلامی تمدن د انګلیس قرآنی سترې مجموعې ترټولو لوي نندارتون د انګلیس ایلزبری ښار باکینګهام شر موزه کې ترسره کېږي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Islam Today» ویبپاڼې نه په نقل، د دې نندارتون پیل کوونکې ادعا لري چې په دې سیمه او د انګلیس نورو موزو کې دا د اسلامی هنر تر ټولو لوي نندارتون دي.

دې نندارتون کې د نورو مختلفو څیزونو سره د انګلیس ستره قرآنی مجموعه هم په دغه موزه کې د عمومي خلکو کتنې لپاره نندارې ته وړاندې کړي.

د اسلامی هنر جشنوزمه به د فروردین ۷ تاریخ نه شروع کېږي چې د مهر تر ۳ تاریخ پوري به ادامه لري.

د دې جشنوزمه مرکزیت د باکینګهام شر موزه ده، چې له ۱۰۰ نه زیات پروګرامونه یی له سراسر سیمی جوماتونو، کتابتون او نورو هنري ځاینونو همکاري سره پیل کېږي.

دا پروګرامونه چې د باکینګهام شر مختلفو ښارونو لکه ایلزبری، میلتون کینز، های وایکامب و چهشم کې پیل کېږي، ننداره کوونکو لپاره د اسلامی ادبیاتو، شعر، انځور، موسیقی او اسلامی کاشیکاری دې نندارتون کې وړاندې شوي، دې نندارتون کې ډېر وړاندې شوي څېزونه له برېتانیا موزه، د بیرمنګام ښار موزه، د لندن ښار هرنیمان موزه او د برېتانیا کې موجود ځنې خصوصي مجموعې قرضه اخیستلې شوي.

د باکینګهام شر موزه مشر وویل: چې تر اوسه پوری مونږ پیل کړي دا هغې ټولو نه ستر پروګرام دې او دا یو ستر نندارتون دې.

captcha