د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، دبحرین ستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم د سرطان ناروغۍ لری او یوازې په خارج کښې دهغه ددرملنې امکان شته نو ځکه خو له بحرین څخه بهر ته دهغه په سمدستی ډول په استولو ټینګار شوی دی .
د بحرین د ستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم په کور کښې د نظر ساتلو په دوام د خلکو د اعتراضونو له زیاتیدا او دهغه د جسمی حالت په خرابیدا پسې ددغه هیواد دیکتاتور باچا حمد بن عیسی ال خلیفه د داکټرانو په نظر سره ددرملنې لپاره خارج ته د شیخ عیسی قاسم د استولو حکم ورکړ .
د بحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم د ستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم د تابعیت په لغوه کولو او دهغه په محاکمه کولو سره د ۲۰۱۶ میلادی کال له جون میاشتې راهسې په الدراز سیمه کښې ددغه مذهبی مشر کور کلابند کړی دی او حتی په دغه سیمه کښې خلکو ته د جمعې لمانځه د ترسره کولو اجازه هم نه ورکول کیږی .
دبحرین خلک له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې په سوله ایزو مظاهرو سره دازادۍ ، دعدالت دټینګیدا ، دتوپیر دختمیدا او د ازادو انتخاباتو له لارې دیو(۱) خپلواکه حکومت د جوړیدا غوښتنه کوی .
خو دبحرین حکومت د سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو، اردن ، امریکا او د انګلستان د استخباراتی مامورینو او پوځیانو په مرستې سره دهیواد ډیر مشران نیولې او په اوږې مودې بند یې محکوم کړی هم دی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i74510