د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د هندي رسنیو په حواله ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ د هند لوړې محکمې نن اعلان وکړ چې دې ته په پام سره چې تاج محل د نړۍ له اوو عجوبو څخه یوه عجوبه ده او حفاظت یې ډیر اهمیت لري پکار ده چې د ګڼې ګوڼې لمونځونه په دغه تاریخي ځای کې ترسره نه شي. د دوه زره اتلسم کال د جولایی په جنورۍ میاشته کې هم په آګرا ښار کې ځایی دولت په تاج محل کې د جمعې لمانځه ته د غیر ځایی خلکو له ورتګ سره مخالفت کړی و خو دغه فیصله د ځایی خلکو د اعتراض سبب شوه.
د اګرې مسلمانانو ویلې چې د دولت مقاماتو ته نه ده پکار چې د هغوی او د هند د نورو مسلمانانو په مینځ کې فرق وکړي او ټول باید په تاج محل کې د جمعې په لمانځه کې شرکت وکړی شي. د هند د لرغون پیژندنې سازمان هم څو کاله مخکې د جمعې په لمانځه کې د ګډون لپاره تاج محل ته د بهرنیانو ورتګ منع کړی و.
دا په داسې حال کې دي چې د تاج محل د جومات د مدیریت د کمیټې مشر منور علي وویل چې د مذهبي دستورو د ترسره کولو په لاره کې خنډونه جوړول نه دي پکار.
تاج محل د هندي اسلامي معمارۍ یوه لویه بیلګه ده چې په اولسمې میلادي پیړۍ کې د شاه جهان په نامه یومغل پاچا جوړ کړی دی.
http://parstoday.com/ps/news/world-i74520