د ایکنا راپور له مخې، د pushtu.cri.cnخبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې د استراليا له صدراعظم سکوټ موريسون سره د کتنې په ترڅ کې اړوند بنديزونه اعلان کړل. په عين وخت کې د امريکا د ماليې وزير سټيون منوچين هم حاضر وو او و يې ويل چې امريکا تر اوسه پورې د ايران ټولې مالي سرچينې بندې کړې دي.ډونالډ ترمپ تر کتنې وروسته له سکوټ موريسون سره په ګډه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې امريکا دومره زيات قوت لري چې کولای شي په اسانۍ سره پر ايران باندې پوځي بريدونه کړي، خو تر اوسه يې د ايران په مسئله کې خپل زغم ساتلی.
http://pushtu.cri.cn