د ایکنا راپو ر له مخې، له «oujdacity.net» خبري آژانس څخه په نقل، دا جشنوزمه به د مراکش د بادرة ټولنیزې پراختیا او اړیکو انجمن په مرسته پيل کېږي.
دې انجمن په یو بیانیه خبر ورکړ: د مراکش له بیلابېلو سیمو ۵۰۰ ښځې او سړې قاریان او په دغه هیواد کښې میشته بهرني اتباع به په دغه جشنوزمه کښې چې د یو سیالۍ په چوکاټ کښې پيل کېږي ګډون کوي.
د دې انجمن د بیانیې له مخې، د مراکش د قرآن تجوید نړیواله جشنوزمه به تر څو ورځو، د لویو او وړو د ښځو او سړو په دوو برخو کښې ترسره کېږي. او د هر عمر په ډله کښې به تر ۶۰ کسانو له یو بل سره سیالي ترسره کوي. د سیالۍ په پایې کښې، د عمر له هرې ډلي څخه څلور غوره کسان ټاکلې کېږي.
یادوښتنه، په مراکش کښې د تجوید نړوالو تیرو جشنونو کښې د دغه هیواد یو شمیر قاریان منجمله شیخ سعید مسلم، شیخ محمد الکنتاوی، عبدالمجید الصویری او یاسین الشهب لمانځلې شوې وو.
https://iqna.ir/fa/news/3872747/