د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، صیهونیستی عسکرو نن سهار درې فلسطینی ځوانان په دې ادعا چی نیواکی ټاټوبی ته یې د ورداخلیدا نیت درلود ، شهیدان کړل .
د صیهونیسټ رژیم پوځ په یوې بیانیې کې ادعا وکړه دریو فلسطینیانو نیت درلود چی د غزې په جنوب کې له خنډونو په تیریدا سره اسراییلو ته ورداخل شی او په عسکرو یې حمله وکړی . د فلسطینی شهیدانو د کورنیو ملی ټولنې په یوه بیانیه کې ویلی دی صیهونیستی عسکرو په ۲۰۱۹ کال په غزې تړانګې ، د اردن سین په لویدیځې غاړې او نیواکی قدس کې ۱۴۹ فلسطینیان شهیدان کړی دی چی پکې ۳۳ ماشومان هم شامل دی .
صیهونیستی عسکر هره ورځ په بیلا بیلو پلمو د فلسطین مظلوم خلک شهیدوی او یا ژوبلوی او نیسی .
https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i87441