د مراسمو په پیل کې، د ایران د ښوونې او روزنې وزیر "محسن حاجی میرزايي" د دغه وزارت د کړنو او د هغه تدبیرونو او اقداماتو چې د نوي تعلیمي کال لپاره یې د کورونا په ورځو کې وړاندوینه شوې په اړه راپور وړاندې کړ او بیا د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر "حسن روحاني" وینا وکړه.
په ایران کې د زده کړې نوی کال د تیرو کلونو په پرتله دوه اوونۍ مخکې پیل شو ترڅو په هیواد کې د کورونا د ناروغۍ د خپریدو وروسته د تیر کال تعلیم کمښت پوره کړي.
له پنځلس میلیونو زیات ایراني زده کونکي په یو سل لس زرو مدرسو کې د روغتیا لارښوونو ته په پام سره، د نوي کال د پیل په زنګ غږ سره خپلو کلاسونو ته لاړل.