ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپورراکړ، په ملګروملتو کې د اسلامی ایران سفیر اودایمی استازي مجید تخت روانچي د افغانستان دوضعیّت په باب ددغې موسیسې د امنیت شورا په بیګانۍ ناستې کې په دې خبرې کولو سره چې باید د افغانستان د اقتصاد دبشپړ دړې وړې کیدا دمخنیوي لپاره هلې ځلې وشي ، زیاته کړې ده ، دانسان دوستۍ وضعیّت ډير اندیښةنونکی دی او د ژمي د موسم په رانزدیکیدا سره ، دافغانستان ولس له یوه ډير ستر انساني بوږنونکي وضعیّت سره مخامخ دي .
په ملګروملتو کې د ایران سفیر روښانه کړې ، ایران د یوه ګاونډي هیواد په توګه او د دوو ملتونو ترمینځ د ګډو تاریخي ،کلتوري ، ژبني او دیني پیاوړو پیوندونو په اساس دافغانستان د ولس دمشکلاتو په نسبت بې پروا نشي پاتیکیدلی .
تخت روانچي ټینګار وکړ ، د افغانستان د تړل شوو شتمنیو آزادول او دانسان دوستۍ د مرستو په موقعې وړاندې کول چې ددغه هیواد داقتصاد داحیاء او د ولس دژوند دنجات لپاره ضروري دي ،باید هیڅکله هم سیاسی او مشروطې نشي .
تخت روانچي په دې خبرې کولو سره چې په افغانستان کې وروستۍ ترهه ګرې حملې ډيرې اندیښمنونکي دي ،زیاته کړې ،د افغانستان د درستو قومونو،مذهبونو او ډلو ټپلو په ګډون سره د ولس یو ټاکل شوی او ټول شموله حکومت ، له ترهه ګرۍ او منظمو جرمونو سره مبارزې ته د ژمن او ددرست افغان ولس لپاره د انساني حقوقو د رعایتولو په اساس د ولس د حقوقو ملاتړکونکی یوه حکومت جوړیدا ،د یوه باثباته کرار او د ولس د هوساینې لپاره یوه حیاتي چاره ده .
داپه داسې حال کې دي چې د په ملګروملتو کې د روسیې سفیر واسیلي نبینزا هم په دغې ناستې کې پخپلې وینا کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت په رامینځةکیدا بانډې په ټينګار سره ووئیل ، په افغانستان کې د یوه داسې پراخ بنسټه حکومت جوړیدا ضروري ده چې ددغه هیواد ښځو اوماشومانو پشمول دبشری حقوقو رعایتول او ددغه هیواد ددرستو سیاسی ډلو ټپلو استازیتوب وکړي .