ایکناخبری آژانس د دنیانیوز له قوله رابور راکړ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون د اوکراین دجنګ په وړاندې د اسلام اباد دبې پلویتوب په ضد د اروپایانو په دریځ په جوتو نیوکو او د هرډول پوځي پلان لپاره له امریکا سره د پاکستان په نه ملګرتیا باندې په ټينګار سره ووئیل ،د اسلام اباد حکومت د لویدیځوالو ډیکټیشن ته نه تسلیمیږي او خپل بهرنی سیاست د خپل ملت د ګټو په اساس برابروي او ورڅخه پیروي کوي .
عمران خان د امریکا په شمول د لویدیځ زیات غوښتنه یوه ملنډه وبلله او اعلان ئې وکړ،پآکستان په افغانستان کې له امریکا سره د یوځاي کیدا په وړاندې کابو اتیا زره قربانیانې ورکړې او دغه راز ئې څه دپاسه سل میلیاډ ډالري تاوانونه هم وزغمل .
دپاکستان لومړي وزیر د پاکستان خارجه وزارت ته د په اسلام اباد کې ددیره اروپائی سفیرانو د ګډ لیک پيښې او د روسیې پّ ضد ددریځ غوره کولو لپاره له دغه هیواده غوښتې په یادولو سره روښانه کړه ،لویدیځي سفیرانو پّ دغه اقدام سره د ډيپلوماټيکو اصولو او دتشریفاتو مقرراتو خلاف ورزي کړې ده او هیڅکله هم د اسلام اباد پر خارجه سیاست د اغیزشیندنې حق نه لري .
دپاکستان لومړي وزیر اروپا او امریکا ته په خطاب کې ووئیل ، مونږ د تاسو مریونه نه یوو او د پاکستان ملی اوبهرنی سیاست به یوازې ددغه هیواد د ولس د آئيډیاؤ په اساس وي . عمران خان ټينګار وکړ ، داوکراین په جنګ کې به د روسیې په ضد له امریکا سره هرډول ګډون ته داسلام اباد ځواب منفي وي .