په زړه پورې پیښې سره اړونده دي چې په قران کښې مطرح شوي دي.
پلار ته دنده سپارل کیږي چې خپل زوی قرباني کړي، خو دغه کار د خدای پاک ج په حکم سره متوقف کیږي یعني مخه یې نیول کیږي چې په تاریخ کښې د الهي دینونو پیروانو ته په خطاب کښې تل پاتې پیغام ثبت شي.
د ذی حجې د میاشتې لسمه نیټه یو ستر اسلامي اختر ګڼل کیږي کوم چې عیدقربان یا عیدالاضحی نومول کیږي.
پیړیو پیړیو مخکې په همداسې ورځ خدای پاک ج ابراهیم خلیل ته حکم ورکړ چې خپل زوی اسماعیل قرباني کړي؛ هماغه زوی چې په بوډاتوب او په ډیرې حیرانتیا سره خدای پاک هغه ته ډالۍ کړی و.
د دا ډول اقدام له حیرانتیا څخه په ډک کیدا او له هغه کړچار سره سره چې دغه پلار او زوي دغه الهي حکم ته لرلی و خو د پیښې حیرانتیا همدلته نه ختمیږي.
دغه الهي پیغمبر چې په بیلابیلو دینونو کښې ستره بیلګه او اخلاص ګڼل کیږي اسماعیل د قربانۍ ځاې ته بوتله او د الهي حکم د ترسره کولو لپاره د هغه هڅه د خدای پاک ج په ورپسې حکم سره متوقفه کیږي یعني نه ترسره کیږي.
د وحي فرښته جبرائیل له یوه پسه سره یوځاې ابراهیم ته ورغی او پیغمبر ته یې د خدای دغه حکم ورسوه او دغه پسه یې هغه ته وسپاره چې د خپل زوي پرځاې یې قربان کړي یعني حلال کړي.
دغه قیصه د قران کریم د صفات سورې له نهه نویم ایتونو څخه تر یوسل نهم ایتونو پورې بیان شوي ده او په دغو ایتونو سره پاې ته رسیدلي ده: «إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْبَلَاءُ الْمُبِينُ * وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ * وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ * سَلَامٌ عَلَى إِبْرَاهِيمَ؛
په یقین سره چې دا هماغه روښانه ازمیښت و او مونږ اسماعیل له سترې قربانۍ( له ذبح کولو) وژغوره او په راتلونکو کښې د هغه لپاره مو(نیک نوم) پرځاې پریښود. سلام دې پر ابراهیم.( صفات،۱۰۶-۱۰۹)
هغه څه چې یقیني دي دا دي چې په دغه الهي حکم او ورپسې د هغه متوقف کیدا کښې یو حکمت پټ دی چې ښودنه کوي چې په خپله د ذبح کولو عمل هدف نه و بلکې دا یو امتحان او ازمیښت و چې د دغه الهي پیغمبر اخلاص او د دنیوي اړیکو نلرل ښکاره کړي او هغه د خپلو پیروانو لپاره بیلګه وګرځوي.
ځینې کسان باوري دي چې په دغه عجیبه پیښې سره بشر ته دغه پیغام منتقل شو چې په بشري مذهبونو کښې د انسانانو قرباني کول څنګ ته کړي او هغوې ته معنوي او ټولنیزه څيره ورکړي، په دې ډول چې د انسان د قرباني کولو پرځاې له مال او خپلو زامنو سره اړوندوالی له مینځه لاړ شي.
د دغه پیښې پیغام د انسانو د وژلو حکم نه بلکې د خدای پاک د رضایت د ترلاسه کولو لپاره د انسان د عمل او د نیت خالص کول دي.
د قربانۍ سنت او دود هر کال د لوی اختر په ورځ د عربستان په منا په ټاټوبي او د حج په مناسکو کښې د هغه سترې پیښې د یادولو په خاطر ترسره کیږي او هغه مسلمانان چې د حج لپاره د خدای پاک کور ته ورځي له شرطونو سره سم دنده لري یو څاروی چې غوښه یې حلاله وي قرباني کړي.
د قربانۍ کول د نورو مسلمانانو لپاره هم مستحب چاره ده او ځینې علماو په هغو کسانو چې د قربانۍ کولو وس لري واجب کړي دي.