IQNA

د غزې په جوماتونو کې دځوانو حافظانو امتحانونه واخستل شول

7:57 - July 26, 2022
د خبر لمبر: 3486027
ایکنا-(تهران) د فلسطین  د اوقافو وزارت په غزې تړانګې کې د ځوانو هلکانو او انجونو د قرآن دحافظانو دیوې ځانګړي ناستې د سنجش طرحه  په دوو جوماتونو کې اجرا کړه .

ایکناخبری اژانس د قدس نټ له قوله راپور راکړ، دغزې تړانګې ددیني چارو اواوقافو د وزارت د قرآن کریم عمومی ادارې په یوې غونډې کې او د قرآن کریم  د زده کونکو  دولسو هلکانو او د نولسو انجونو په ګډون سره د قرآن کریم دتلاؤت په عنوان سره  یوه طرحه ، دغزې د قران کریم په مرکز کې ترسره کړه .

 دغزې د اوقافو وزارت مرستیال عبدالهادي الاغا، دقرآن کریم دچارو  له عمومی مدیر محمد سالم سره یو ځاي،چې یو شمیر نور مسئولان هم ورسره وو،ددغې طرحې  ځاي ته ورغلل او له  قران کریم زده کونکو هلکانو او انجونو سره ئې وکتل

د قرآن کریم د زده کونکو  انجونو لپاره دغه طرح  دخالد بن ولید په نامه جومات کې او د هلکانو لپاره هم  دغزې په الحساینه مدرسې کې دغه سنجش ترسره شو.

الاغا، په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل ، د خوشالۍ خبره د ه چې  وینو ، هلکان او انجونې  د خداي په یوه کور کې سره  غونډ شوي  او د قرآن کریم په یوې غونډې کې  تلاؤت کوي .هغه زیاته کړې دغه پيښې،دبریالیتوب،هوساینې ، برکت  او د فلسطین د ملت او اسلامی امت لپاره د فلسطین د ټاټوبی د آزادولو د وخت رانزدیکیدا ته دمونږ یقین   نوره هم زیاتوي .  هغه زیاته کړې ، دغه صحنه ، د الهی رحمت او آرامښت او  له نوره د ډک روح  دغوړیدا سبب  ده او په مونږ کې دا امید ژوندی کوي چې  خپل هدف ته  دمونږ رسیدا نزدې ده .هیله من یوو چې خداي تعالی  هغه وخت چې  مونږ هغه  او د هغه کتاب وآخواته پناه وړو ،له مونږه راضي شي .

 

https://iqna.ir/fa/news/4073246/سنجش-ح

captcha