IQNA

د ایران حکومت د ولس اعتماد او امید احیاء کړی او بایدپه شوو ژمنو هم بشپړعمل وکړي

6:36 - August 31, 2022
د خبر لمبر: 3486163
 ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب معظم لارښود وفرمائيل، خلک په درستو پیښو او قضیوکې د اسلامی انقلاب د تاریخ  اصلی اتلان دي او دا واقعیّت د درس اوعبرت مقام دی  او   درستو مسئولانو ته ښئ  چې  له دغه ملت سره باید څرنګه چلند وکړي.

ایکناخبری اژانس راپور راکړ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي پرون د اسلامی ایران له ولسمشر او دحکومتي کابینې له غړو  سره په کتنې کې د حکومت دیوه کلن  کړنو په تشریح سره ،د اقتصاد د مسلې د لومړیتوب پشمول  په ځينوسپارښتنو بیانولو سره ووئیل،د انقلاب په دوران  کې د ملت عمومي پاڅون اوپاریدا، د انقلاب دعظمت په وړاندې داستکبار حیرانتیا،دنړیوالو سرزورو ،بې ځنډه دښمنۍ،دصدام دهوائي حملو په مقابل کې د پلازمینې اوهیواد بې دفاع شونه،په درست هیواد کې دترهه ګرو سپيره اقدامات او دانقلاب په لومړنیو کلونو کې  ناکراري ،  له اسلامی انقلابه وروسته د  حکومتونو او پآرلیمانونو کړچار ،دمقدسې دفاع په حماسې او له دښمنانو سره  د مقابلې په نورو جبهو  کې د ملت ټاکونکی شتون  او  په مختلفو دستورو او لاریونونو کې  د ولس ډير زیات او ستایونکی شتون ،ټولې هغه موضوعګانې دي چې  د دوي یاد باید دټولنې په ذهن  کې په دایمي ډول ژوندی پاتې شي.

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود دخلکو داعتماد او امید ژوندي ساتل ، دحکومت یوه ترټولو مهمه دنده  وبلله  او  زیاته ئې کړه، خلک ویني چط حکومت د میدان په مینځ کې او د دوي  په خدمت کې او د مشکلاتو دحل لپاره لپاره په کار اوهڅې  بوخت دی او دا واقعیّت،عمومی اعتماد او امید ،تر ډيره حده احیاء کړی دی.البته دغه هلې ځلې  په ځينو زمینو کې نتیجې ته هم رسیدلی دي اوپه ځينو زمینو کې هم تردې دمه ئې لازمې نتیجې نه دی ورکړي.

 حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي، د نورو اقدام او فیصلې لپاره له انتظار کونکي حده د ټولنې ویستل،د هیواد له شرطي کولوډډه کول او داخلی ظرفیّتونو ته اهمیّت ورکول د مجریه قوې ځينی بریالیتوبونه وبلل.دوي د ایران دیارلسم حکومت مسئولیّت منونکیوبالۀ او وې وئيل،دبهرنی سیاست او کلتور په زمینې کې ښه کړچارونه  او  دعدالت غوښتې ، د مستضعفینو ملاتړ له اشراف ګرئ ډډه کول او له استکبار سره ډغرې وهلو په څير  دانقلاب د شعارونو رابرسیره کول  دحکومت نور ښه اقدامات دي.حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي دپيټرو چاڼځایونو  پر جوړولو ، په معدني صنائعو کې د د بډایونکو کړیو د بشپړلو او د  اومو  موادو دخرڅلاؤ په مخنه نیولو ،د نړیوال ټرانسپورتي اوټرانزیټي  ظرفیّت دزیاتولو  او همداراز د داخلی ټرانسپورټي ارتباطي لارو او د شمال جنوب او ختیځ او لویدیځ  دحیاتي لارو دبشپړولو او دسمندر د بې بدیله ظرفیّت څخه د استفادې د پراختیاپشمول په ځینو اقداماتو باندې په ټينګار سره ووئيل،اجازت ورنکړئ په هیواد کې موجود ډير زیات انساني او طبیعي ظرفیّتونه  ضائع شي.

https://iqna.ir/fa/news/4081905/مهم‌ترین

captcha