IQNA

په انګلستان کې د مسلمانانو د تابیعّت دلغوه کولو لپاره ځینی قوانین وضع شول

16:12 - October 20, 2022
د خبر لمبر: 3486346
ایکنا-(تهران)د انګلستان د توکمیزو اړیکو موسیسې په انګلستان کې دمسلمانانود تابیعّت د لغوه کولو او په دوهمې درجې  په ښاریزو د دوي دبدلولو لپاره دځينو قوانینو دوضع کولو خبر ورکړ.

ایکناخبری آژانس د القاهرې ۲۴ چینل له قوله راپور راکړ،د انګلستان دتوکمیزو اړیکو موسیسېIRR))په یوې اعلامیې کې وئيلی دي،چې ددغه هیوادځینی قوانین د مسلمانانو تابیعّیت سلبوي او د دوهمې درجې په ښاریزو د بدلیدا له خطرې سره مخ دي.  

په انګلستان کې په ۲۰۰۲کال کې یو قانون تصویب شو چې په اساس ئې حکومت د ځينوکسانو تابعیّت،په داسې بڼه کې چې وجود ئې د خطرې سرچینه وګڼل شي،لغوه کوي او له دې پرته چې دوي ته خبرداری ورکړل شي،دغه اقدام کولی شي.

ددغې موسیسې  داعلان په اساس،دغه قانون په تیرو څو شپوورځو کې په انګلستان کې په تیره بیا په مسلمانانو کې ئې ډير پراخ جنجالونه راپورته کړي دي،ځکه له اسلام سره  پر اړونده ترهه ګرۍ د تمرکزپه خاطر، مسلمانان له بلې هرې یوې ډلې زیات ګواښي.  

 د انګلستان د توکمیزو اړیکو موسیسې پخپلې اعلامیې کې وئيلی دي دغه قانون تقریبا په  خاصه توګه مسلمانان په تیره بیا آسیائي مسلمانان ټارګټ کوي  او دا هماغه شی دی چې قومي توپیر پیاوړی کوي.

 د انګلستان ګارډيّن ورځپاڼې هم ددغه راپور د لیکوال او توکمیزو اړیکو د موسیسې د مرستیال فرانسیس ویّر له قوله  لیکلي دي،له ۲۰۰۲کال څخه د تابعیّت له سلبولو سره اړونده قانونچې  اجرائي تر ډيره حده بریتانوي مسلمانانو په ضد ده،دا پیغام لري چې مسلمانان د پاسپورت له درلودلو سره سره ،د انګلستان د اصلی ښاریزو په شان  واقعي ښاریز  نشي کیدلی.

https://iqna.ir/fa/news/4093103/%D9

captcha