ایکناخبري آژانس د امید له قوله راپور راکړ،د هندوستان په کرناټک صوبې کې یولس زره جوماتونو،دهندوانو درو زرو معبدو او یوزر څلور سوه کلیساګانو ته له خپلو لاؤډسپيکرو څخه د استفادې اجازت صادر شوی دی.
ددغې صوبې دپولیسو ادارې د کرناټک صوبې ددستورالعملونو په اساس، ددغو عبادټځایونو لپاره اړونده مجوز صادر کړی دی.
په ټول کې دغې ادارې ته د جوماتونو ،درمسالونو اوکلیسګانوڅخه اولس زره اته سوه پنځوس درخواستونه ورلیږل شوی دی. دغه مجوز د دوو کلونو لپاره ورکړل شوی دی او صوبائي حکومت دهر اجازت په بدل کې له هریوه عبادتځایه دلګښت په توګه څلور سوه پنځوس روپئ اخستي دي.
ددغې صوبې حکومت چې د بی جې پی ګوند سیال دی ، له دې وروسته چې هندو افراطیانو هڅه ړې،له خپلو لاؤډسپیکرو څخه په استفادې سره ددغې صوبې دجوماتونو په ضد خار پاررامینځةکړي او د سترې محکمې د فیصلو خلاف ورزي وکړي،د مجوز د صادرولو فیصله وکړه.د هندوانو تنظیمونو بلنه ورکړې وه څو له سهار پنځو بجوڅخه د خدایانو سرورونه اوهندواني نغمې په لاؤسپیکرو سره خپرې کړي څو د آذان دغږ د آوریدو خنډ شي.
مسلمانو تنظیمونو په درستې صوبې کې دجوماتونو له مدیریّته غوښتي وو،چې قوانین دې چخڼي نه کړي او دلاؤډسپيکرو په وسیله د خپرونې دمجوز د ترلاسه کولو لپاره دې د صوبائي حکومت له فرمانونو پیروي وکړي.دغه دستورالعملونه همداراز دجوماتونو،درمسالونو اوګلیساګانو لپارره له لاؤډسپیکرو څخه د استفادې لپاره هم اعلان شوی دی.ددغو عبادتځایونو لاؤډسپيکرې یوازې سهارشپږو بجو تا لس بجې شپې پورې په خاصو ډسی بل سره دخپرونې اجازت لري.