IQNA

اسلامی ایران پرَدیو ته هیڅ ډول امید او تمه نه لري

15:29 - December 16, 2022
د خبر لمبر: 3486607
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د خراسان جنوبی د نهبندان ولسوالۍ دخلکو په ټول کې ووئیل،،د ایران اسلامی جمهوریت د همدغه ټاټوبي د ښځو اوسړیو په لاس جوړ شوی او پرمختګ کوي.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي نن د ایران په ختیځ کې د خراسان جنوبی ولایت د نهبندان ولسوالۍ د خلکو له مختلفو پرګنو سره په کتنې کې ددې خبرې په کولوسره چې د اسلامی ایران د ولس بصیرت ددښمنانو نقشې شنډې  کړې ووئيل، علت ئې دا چې دښمن له ټولو دسیسو او فتنو سره سره په دغه هیواد تیری نشي کولی،په مختلفو سیاسی او اجتماعي  ډګرونو کې د ولس شتون دی.د ایران د ولس په بصیرت سره د تیرو فتنو په څير په وروستۍ دسیسې کې  ددښمن محاسبه چټي ثابته شوه.

ریئسي ددې خبرې په کولو سره چې د لودیځوالو د رسندویو درسمي احصایو په اساس په کال کې دا مریکا د پولیسو په لاس په سلګونو ښځې وژل کیږي ووئيل؛امریکا او دهغې متحدان د هغوبشری حقوقو پلویتوب نشي کولی چې دهغو دخلاف ورزۍ څرګند مثال د فلسطین او یمن د بې ګناه خلکو دحقوقو چخڼي کیدل دي.

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر همداراز ددې خبرې په کولو سره چې داعش ترهه ګره ډله د لویدیځوالو  پاللي او جوړه کړائ شوي جنایتکاره ډله ده ،روښانه کړه، د اسلامی ایران  د ولس  د ؛مړه دې وي امریکا؛ دچغې پورته کولو علت ، دا یران په جنوب کې دشیراز د شاهچراغ  دترهه ګر جنایت پشمول  دب ې ګناه خلکو وژله او د ترهه ګرو جنایتونو  پنځول دي.

ابراهیم ریئسي په دې په ټينګار سره چې  دایران د اسلامی جمهوریت د پرمختګونو بهیر به ونه دریږي ، ووئيل؛ښارونه او هیواد د ایران د  اسلامی جمهوریت د سړیو او ښځو په لاس جوړ شوی دی له دې وروسته به هم جوړ شي او پرمختګ به وکړي،مونږ پرَدیو لاسونو ته هیڅ انتظار او تمه نه لرو.

https://birjand.iqna.ir/fa/news/4107341/%D8%A7%D9

captcha