IQNA

د ترکیې په ارزروم کې د قرآن دختم ۵۰۰کلنې پخوانۍ دستورې ترسره کیږي(فلم)

14:56 - December 18, 2022
د خبر لمبر: 3486617
ایکنا-(تهران)د ترکیې د ارزروم خلکو په کورنو ،جوماتونو او ددغه ښار په واټونو او کوڅو کې  د قرآن د ختم  پنځه سوه کلنې پخوانۍ دستورې پیل کړې.

ایکناخبری آژانس د آناتولي له قوله راپورراکړ،د قرآن دختم د یو زر یو دستورې پنځه پيړۍ پخوانۍ مخینه لري او په دې کې د ارزروم خلک په یوې میاشتې کې په کورونو،جوماتونو او  ددغه ښار په  واټونو کې دقرآن کریم دختم  دستورې ترسره کوي.

ددغو دستورو بنسټګر،د سلطان سلیم اود هغه دزوي سلطان سلیمانقانوني د حکومت په پړاؤ کې د ارزروم اوسیدونکی دیني عالم  او صوفي پيرعلی بابا دی. په دغه ښار کې له مرګوني زلزلې وروسته او په خلکو کې د وباؤ په  خوریدا پسې پيرعلی بابا پخپل آسپ باندې په سواریدا سره د ښار به مختلفو سیمو کې ګرځيد او په د اسې حال کې چې پر آسپ سور وو،د قرآن تلاؤت به ئې کاوۀ او له خداوندمتعال څخه ئې غوښتل څو ددغه ښار خلک د بلاګانو،جنګ او ناروغیو له شره خوندي وساتي.

له دې وروسته ددغه ښار خلک هر کاله د لیندۍیا قوس د میاشتې له مینځیو د غوائ یا قوس د میاشتې ترمینځیو پورې کابو په یوې میاشتې کې د قرآن  یوزر یو دختم دستورې ترسره کوي.

د قرآن دختم دستورې د پير علي بابا له مقبرې سره نزدې پیلیږي  او د اولو په تاریخي جومات کې دوام مومي.له یوه  پلوه،د قرآن یوشمیر حافظان پر آسونو سواریږي او د ښار په مختلفو کوڅو او واټونو کې  ګرځي او دقرآن کریم تلاؤت کوي.

د ترکیې د ارزروم ښاروال  محمد سکمن په دې باب روښانه کړې ده ،هغه سنت چې دینی عالم پیر علی بابا ئې بنیاد کیښودلی،طبیعي پیښو په وړاندې د ارزروم،ترکیې او اسلامی نړۍ د خوندي ساتلو په موخې سره پيل شوي او  دوام ئې موندلی دی.

د ارزروم د وخت حاکم سیف الدین عزیز اوغلو،ددغه اقدام هرکلی وکړ او د لومړي نړیوال جنګ تر پیلیدا پورې ئې دوام درلود. له جنګ وروسته، دغه سنت د ارزروم د وخت د مفتي محمد صادق سولاک زاده افندي په فرمان او د مصطفی کمال اتاتورک په مجوز سره،بیرته پیل شو اوتر نن پورې دوام لري.

په ارزروم کې د ترکیې د اوسیدونکو ددغه پخواني او دودیزو دستورو ددرنښت په مناسبت یوه ویډیوئي کلیپ او انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

 

آیین 500 سال ختم قرآن در ارزروم ترکیه+ عکس

آیین 500 سال ختم قرآن در ارزروم ترکیه+ عکس

آیین 500 سال ختم قرآن در ارزروم ترکیه+ عکس

آیین 500 سال ختم قرآن در ارزروم ترکیه+ عکس

آیین 500 سال ختم قرآن در ارزروم ترکیه+ عکس

آیین 500 سال ختم قرآن در ارزروم ترکیه+ عکس

https://iqna.ir/fa/news/4107794/

captcha