IQNA

قرآني شخصیّتونه/33

د لقمان پدرانه سپارښتنې

6:20 - February 28, 2023
د خبر لمبر: 3486967
ایکنا-(تهران)لًقمان یو داسې متفکر اوپوه ؤ چې دحضرت داؤد علیه السلام په دوران کې ئې ژوند کولو .لقمان حکیم  په ډيرې پوهې ،په نصیحت کونکي او داخلاقي کیسو د خاوند په توګه مشهور دی

لقمان داسې دانشمند  دی چې د هغه د شخصیّت په باب مختلف نظرونه بیان شوي دي. یو شمیر په دې اند دي  چې هغه یو غوره او اخلاقي متفکر پاتې شوی دی، ځینی هم باؤري دي  چې هغه یو پيغمبر ؤ ،خو یو شمر نوره هم هغه یو مریه یا غلام ګڼي چې د هغو ښو صفتونو او خاصو اخلاقي ځانګړنو د درلودلو په وسیله چې ئې درلودې له معنوي نظره لوړ ځائيګي ته رسیدلی ؤ او په همدې دلیل خپل ارباب آزاد کړو.

په هرحال لقمان مورَخانو هم منلی دی، که څه هم  د  ؛لقمان بن عاد،اساطیري، ازوپ ، بلغم باعور، احقیار، او لقمان معمر په شمول له ځينو تاریخي اوافسانوي شخصیّتونو سره د کیسو د شباهتونو په دلیل یو بلل شوی دی.

د لقمان د اصل او توکم په باب هم د نظر اختلاف شته دی، ځیني هغه د عاد قوم سره اړونده ګڼي او ځيني نور ئې هم له بني اسرائيلو بولي،البته یوشمیر نوره هم باؤري دي چې  هغه د حبشه  یو غلام او مریهّ ؤ.

لقمان یو داسې شخصیّت ؤ چې له حضرت داؤد سره به ئې  دقضاؤت په چارو کې مرسته کوله.د لقمان په ځانګړنو کې  له خداي سره د شرک نه کول، د خلکو په وړاندې تواضع او خاکساري ،په لارې ورو ورو تلل،په ژوند کې میانه روي اختیارول، ژور تفکر، چپتیا،امانتداري ، ریښتونوالي او د خلکو د اختلافاتو حل شامل وو.

په قرآن کریم کې د لقمان په نامې سره یوه سوره ده چې په دغې سورئې کې خپل زوي ته دهغه  لس اخلاقي سپارښتنو په باب خبرې شوي دي.له خدای سره د شرک نه کول، دلمونځ ادا کول، امر باالمعروف  او نهي از منکر کول ، په سختیانو کې صبر کول، د خلکو په وړاندې خاکساري، په لاره کې په آرام سره تلل او په ژوند کې میانه روي  او په ټيټ غږ سره خبرې کول  خپل بچی ته دغه سپارښتنې دي چې په لقمان سورې کې نقل شوي دي. همداراز په دیني کتابونو کې خپل بچي ته دلقمان سپارښتنو ته ځيني اشارې شوي دي، چې په هغو کې د سفر آداب ، په کارونو کې مشورې،مُسکا،په وسایلو کې د بخښلو، له ملګرو سره مرسته کول، د بلنې منل  او خپلو ملګرو ته  د مشورې ورکولو په څير سپارښتنې شاملې دي.

همداراز لقمان باؤری وو چې ښه همنشین هغه څوک دی چې تل خداي یادوي ، ځکه دهغه عمل د انسان لپاره ګټه ور وي او پر هغه دخدای رحمت نازلیږي . همداراز د لقمان له نظره  د انسان لپاره  یو زردوستانو درلودل کم او یو دښمن د هغه لپاره ډیر زیات دی.

په هرحال لقمان یو معمولی انسان،البته ډیر هوښیار او ذهنی توانمنۍ لرونکی ؤ. په روایتونو کې راغلي دي چې دهغه یوه دوست ورته ووئيل، مګر  ته له ماسر ه شپون نه وې ،دا پوهه دې  له کوم ځایه اوپه څه دلیل ترلاسه کړې ده؟ لقمان ورته ووئيل،  اول دا چې دخداي غوښته وه، او بل هغه صفت چې په ما کې موجود دی دخدای د مهربانۍ زمینه جوړونکی شو  او په هغو صفتونو کې  امانت دار شونه،ریښتونوالي او په هغه څه چپتیا پکې شامله ده  چې د ما لپاره ګټه نه لري.

captcha