ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، پرون جمعه په کابل کې د اماراتو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل: نن ورځ افغانستان د پخوا په پرتله ډېر امن دی. په دې هېواد کې د واک ټاپوګان له منځه تللي، د نشه يي توکو کښت صفر ته راکم شوی او ۹ میلیونه ماشومان مو په زده کړو بوخت کړي دي.
"امیر خان متقي" په دې کتنه کې زیاته کړه: "طالبان او امارات تاریخي اړیکې لري او موږ په راتلونکي کې هم ښو اړیکو ته ژمن یو."
په دغه کتنه کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر همدارنګه په اماراتو کې د افغان بندیانو په ازادولو کې د متحده عربي اماراتو د پلاوي د خاصې پاملرنې، د طالبانو د حکومت د ریښتینی انځور د انعکاس، د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو د پراخولو او د بشردوستانه مرستو غوښتنه وکړه.