IQNA

د رمضان مبارکه میاشت

د قدر د شپې په باب څلور اساسی ټکي

8:39 - April 10, 2023
د خبر لمبر: 3487161
ایکنا-(تهران) د قرآن د قرآیتونو په اساس، د قدر شپه دخداوندمتعال په نزد ترټولو بافضیلته شپه ده چې لپاره  ئې په زرګونو ثوابونه او خبرې وئيل شوي او لیکل شوي دي. دغه شپه داسې ځاص عملونه او ځانګړنې لري چې په مسلمانانو کې ځاص ارزښت او ځائيګی لري.

لومړی چورلیز  عظمت؛

 لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ؛؛ دقدر شپه له زرو میاشتو لا غوره ده (قدر- ۳) ددغې شپې ارزښت په دغې پاکې شپې کې د قرآني وحي د نزول په دلیل دی. د قدر شپې لویوالی سبب کیږي،چې په دغې شپې کې د ښو عملونو ثواب څو جنده زیات شي.

دوهم چورلیز، شمیریا تعداد؛

دا چې د قدر شپه د روژې په مبارکې میاشتې کې واقع ده، نو ټول مسلمانان ئې مني او هیڅکله هم پکې کوم شته او شبهه نشته.ځکه خداوندمتعال فرمائي؛  « شَهْرُ رَمَضانَ الَّذی أُنْزِلَ فیهِ الْقُرْآنُ؛ رمضان هغه میاشت ده چې قرآن پکې نازل شوی دی؛(بقره-۸۵) او بیا فرمائي؛  « إِنَّا أَنْزَلْناهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ؛  مونږ دا (قرآن)د قدرت په شپه نازل کړل(قدر-۱)

خداوندمتعال  قبولیت په دعاګانو کې پټ کړی دی څو مومنان درستو دعاګانو ته مخه کړي،هماغه ډول چې د مرګ وخت ئې پټ ساتلی دیڅو خلک  ئې په عین حال کې ومني . په همدې اساس د قدر شپه پټه ده او دقیق وخت ئې مشخص نه دی.حضرت امام علی علیه السلام د قدر د شپې د پټ ساتلو دلیل په همدې کې ګڼي چې مومنان لازیاتې شپې دقدر شپې وګڼي.

په همدې اساس ، دقدر د شپو تعداد هم د روژې دمبارکې میاشتې  له ۱۹،۲۱،۲۳ او ۲۷ ښودل شوی دی او مسلمانان  له دغو شپو څخه د  استفادې لپاره په دغو په یوې یا څو شپو کې عبادت کوي او دغه شپې ژوندئ کوي او خاص عبادتونه ترسره کوي.

دریم چورلیز ؛بیداري یا ویښتیا؛

د قدر د شپې یو ادب او مستحب عمل ، هماغه په دغې شپې ویښ پآتیکیدل یا د شپې ژوندي کول دي . د قدر د شپې د ژوندي کولو په باب دروایتونو سپارښتنه په دې دې کې ده چې  انسان تر سهار سباؤن پورې ویښ پاتې شي،ځکه د ؛قدر شپې؛ پړاؤ د لمر له لویدو څخه تر سباؤن  پورې ښودل شوی دی.

 څلورم چورلیزد ؛قرآن قرائت او دعا او لمنځ؛

د  قدر د شپو په باب نور وارد شوو چورلیزونو کې د قرآڼ کریم تلاؤت ،ذکر  او دعا او د ځان،مورپلار او درستو مومنانو لپاره  د مغفرت غوښته ده.

حضرت امام محمد باقر علیه السلام فرمائي؛  « لکل شیء ربیع و ربیع القرآن شهر رمضان؛ د هرشي پسرلی شته دی او د قرآن پسرلی د روژې مبارکه میاشت ده.

مومنین او مومنات په دغو ارزښتمنو شپو کې د نورو لپاره دعا او دمغفرت غوښته کوي. له الهي اولیاؤ نقل شوي دی چې ددې رودې لپاره ئې پخپله استدلال کاوه چې کله مونږ دنورو لپاره دعا کوو، نو الهي ملائکې د مونږ په حق کې دعا کوي او د هغوي دعا مستجابه ده.البته که  د  ځان لپاره دعا وکړو ،د هغو ګناهانو په وجه چې  مو کړي دي، د نه قبلیدا احتمال ئې شته دی.

 له دینی مشرانو او لویانو څخه مختلفې دعاګانې واردې شوي دي ، چې غوره ده ، دقدر په شپو  کې  ورڅخه استفاده وشي.ځکه په دغو دعاګانو کې  داسې ځلانده محتوا اومعنا لیدل کیږي چې پخپله د هغو په محتوا دغوره کیدا ګواهي ورکوي. ځیني هغه دعاګانې چې  مناسبه ده ،په دغو شپو کې ولوستل شي،مکارم الاخلاق،دعای جوشن، دعای توبه اود صحیفه سجادیه  ځيني نوره غوره دعاګانې شاملې دي.

captcha