IQNA

د لبنان د قرآن په سیالیو کې د مجید عنانپور بریالیتوب(غږ)

7:33 - April 26, 2023
د خبر لمبر: 3487242
ایکنا-(تهران) د ایران یو ممتاز قاری  مجید عنان پور ، دلبنان د قرآن دسیالیو په اوم پړاؤ کې  دوهم مقام ترلاسه کړل.

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ، د ایران مشهور او ممتاز قاری مجید عنان پور  د لبنان هیواد د ؛افضل قاری القرآن ؛ د قرآن د سیالیو داوم پړاؤ ددوهمې روتبې ګټونکی شو.

دغه سیالۍ د لبنان د حزب الله غورځنګ د عمومی منشي سید حسن نصرالله د یوې پلوي  ټولنې ، یعني د  لبنان د ارشاد اوقرآنی توجیه دټولنې په همت  او د ؛صوت الهدی؛ ریډیوئي چینل په ملګرتیا سره  له روزې مبارکې میاشتې مخکې پیل شوي او  په څلورو مرحلو کې په آفلاین اوآنلاین بڼه ترسره شوې.

 ددغو نړیوالو سیالیو مقدماتی مرحله له درستې نړۍ په آفلاین بڼه د څه دپاسه دوه سوه قاریانو په شتون سره ترسره شوه ،د مقدماتي مرحلې په  دوام کې د ۳۲قاریانو په شتون سره په آنلاین  او ټيلیفون له لارې ترسره شوه.

  له دغې مرحلې وروسته ددغو سیالیو نیمه پاي سیالۍ  دشپاړسو قاریانو په شتون سره او نهائي او فائينل سیالۍ هم  دپنځو قاریانو په سیالۍ سره ترسره شوې چې په هغو کې د مصر سیدناصر، دلبنان  محمود الفکری ، د لبنان  عبدالله منانا، د الجزایر عبدالرحمن حمن طاؤش او دایران مجید عنان پور پکې برخه واخسته.

ددغو سیالیو غوره کسان د نیکمرغه کوچني اختر په ورځ معرفی شول چې په اساس ئې  د لبنان محمود الفکری، مجید عنان پور له ایرانه او محمود سید ناصر له مصر څخه له لومړی تر دریم مربتې وګټلې .

ددغو سیالیو په یوې مرحلې کې د مجید عنان پور په غږتلاؤت  آډیو ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4136196

 

captcha