وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ؛ او ټول دخداي په رسئ(د اسلام او قرآن او د ارتباط په نورو وسیلو) منګولې ښځې کړئ او تیت پرک نه شئ او د خداي لوي نعمت یاد کړئ چې څرنګه د یوه بل دښمنان وائۍ او هغه دتاسو په زړونو کې الفت او مینه رامینځة کړه او دهغه دنعمت په برکت ، وروڼه شوئ، اوتاسو د اور د ګړنګ په سر ولاړ وائ ،خدا تاسو ته نجات درکړ،داسې چې خداوند خپل آیتونه پر تاسو ښکاره کوي. (د آل عمران سوره ـ ۱۰۳)
له ؛الهي رسئ ؛څخه مقصد ،د خداي له پاک ذات سره د ارتباط وسیله ده هغه که د اسلام وسیله وي او یا قرآن یا پیغمبر او دهغه اهل بیت.
دغه آیت د ورورولۍ او اتحاد لوي نعمت ته اشاره کوي او مسلمانان په تیر بوږنونکي وضعیَت کې تفکر ته او له دغه ؛وحدت ؛ سره د هغه تیت پرک والی پرتله کولو ته بولي.
دلته یې د مؤمنانو د زړونو د موندلو موضوع ته له ځانه سره نسبت ورکړی او وئيلي ئې دي، خدای ستاسو په زړونو کې مینه او الفت پيدا کړې ده.
دلته څو مهمو ټکو ته اشاره کوو.
دلته د زړونو ترمینځ الفت یوازې د خداي په لاس کې دی؛ «فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ» پیغمبر اکرم ته په قرآن کریم کې فرمائيل شوي دي؛ لَوْ أَنْفَقْتَ ما فِي الْأَرْضِ جَمِيعاً ما أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ»(انفال، 63)،که دمځکې ټوله پانګه خرڅ کړئ نو بیا هم دهغه له غوښتې پرته په زړونو کې پيوند نشي ټينګولی.
تفرقه په الهي عذابونو او سزاګانو کې یوه سزا ده .همداراز په اسلام کې دروغ وئيل د وحدت د رامینځةکولو لپاره جایز او تفرقه او درز رامینځةکونکي رښتیا حرام دي.
له دغو خبرو دا نتیجه اخلو