IQNA

د حضرت امام جعفر الصادق(ع)د شهادت دکلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ

9:14 - May 16, 2023
د خبر لمبر: 3487342
ایکنا-(تهران) د ایکناخبری آژآنس درست کارکونکي ټولو مینه و الو ته  د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت تسلیت وايي.

 

ایکناد پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، نن د ۲۰۲۳ میلادي کال د مي د میاشتې شپاړسمه او د ۱۴۴۴ هجري لمریز کال د کوچني د اختر د میاشتې ۲۵ نیټه ده چې د ولایت او امامت د آسمان د شپږم ځلانده ستوري  حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د شهادت له کلیزې سره سمون خوري.

حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د خپل مبارک ژوند په اوږدو کښې وتوانید ستر کلتوري او علمي غورځنګ پیل کړي او د شیعه مکتب علمي بنسټونه پیاوړي کړي.

په داسې وخت کښې چې ورانکار او اسلام ضده افکار د سوچه اسلام په لاره کښې ستر خطر وو  حضرت امام جعفر صادق علیه السلام په خپلو علمي هڅو سره د اسلام ضد افکارو د خپریدا مخه ونیوله.

هغه حضرت د تشیع د مکتب د رامینځته کولو په لاره کښې ډیر کړاونه وزغمل چې د دیني عقلانیت او د اسلام د حقیقت د بنسټونو پراساس ستر غورځنګ رامینځته کړي.

په خپل استدلال او د منطق په قدرت سره د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام خبرې او مناظرې او دیني شکونو ته د هغه ځوابونو ورکول د تشیع د مکتب په احیا کښې ډیر مهم رول لرلی دی.

د ایکناخبری آژآنس درست کارکونکي ټولو مینه و الو ته  د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت تسلیت وايي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132936

captcha