ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، دا نېټه درې ورځې مخکې تر هغې ده، چې د ائتلافي حکومت د ړنګېدو او د موقت حکومت د جوړېدو لپاره ټاکل شوې وه.
د ډان ورځپاڼې په ګډون، یو شمېر پاکستاني رسنیو د خپلو پټو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې دا پریکړه صدراعظم د پنجشنبې په شپه په یوې غیررسمي غونډه کې اعلان کړې.
د پارلمان منحل کېدل دا معنی لري، چې باید تر نوي ورځو پورې ټاکنې وشي.