IQNA

د اربعین شپو ورځو پر مهال په عراقي سیمکارت سره وړیا اړیکې او انټرنیټ

17:23 - August 10, 2023
د خبر لمبر: 3487768
ایکنا – (بغداد) د عراق د معلوماتو وزیر اعلان وکړ چې دا وزارت د اربعین په شپو ورځوکې داسې سیمکارت وړاندې کوي، چې کورنۍ او بهرنۍ اړیکې او انټرنیټ پکې وړیا دی.

ایکنا د میډل ایسټ نیوز په حواله خبر ورکوي چې هیمام الیاسري په یوه خبري کنفرانس کې وویل: د عراق د معلوماتو وزارت له څو اونیو وړاندې د اربعین لپاره چمتووالی پیل کړی دی. موږ د چارو یوه خونه رامنځته کړې، ترڅو د دې سفر لپاره اړین شرایط چمتو کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د یوې لنډمهالې هوايي نوري فایبر پراخې شبکې د رامنځته کولو امر ورکړی، چې له پولو څخه د زیارت په ټولو لارو کې غځېدلی وي.

الیاسري زیاته کړه: همدارنګه د ګرځنده ټلفون شرکتونو ته د انټرنیټ په بیو کې د کمښت امر ورکړل شوی او همدارنګه هغه شرکتونه چې په خپلې خوښې سره دا چوپړتیاوې په وړیا توګه وړاندې کوي.

هغه څرګنده کړه: د زیارت کوونکو لپاره د انټرنیټ د بیې ترڅنګ د سیمکارت د کڅوړو بیې په وړیا او تخفیفي ډول کمې شوې او داسې سیمکارتونه وړاندې کوو چې د کورنیو او بهرنیو اړیکې او د انټرنیټ چوپړتیاوي پکې وړیا دي.

د عراق د معلوماتو وزیر ټینګار وکړ چې دا چوپړتیاوې به د عربستان، کویټ، ایران او لبنان له هېواد څخه هر  هغه زیارت کوونکي ته وړاندې شي چې عراق ته راځي.

هغه زیاته کړه: د Supercell شرکت د کاظمین حرم په شاوخوا کې د وړیا انټرنیټ چوپړتیاوې وړاندې کړي او په نجف اشرف او کربلای معلی کې هم د Iraqcell شرکت له لوري د وړیا چوپړتیاوو وړاندې کولو په حال کې یو.

https://iqna.ir/fa/news/4161241

captcha