ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرې په شلمه نېټه د کربلا په دښته کې د سالار شهیدان حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه حضرت د وفادارو یارانود شهادت د څلویښتمې ورځ ده او زایرین په دغه ورځ د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره کربلا ته ورځي .
احمد الصحاف دې ته په اشارې سره چې په اسلام آباد کې د عراق د بهرنیو چارو وزارت دفتر د پاکستاني زایرینو لپاره وړیا ویزه صادروي زیاته کړه په تهران ، کرمانشاه او اهواز کې هم زموږ دفترونه د پاکستاني او افغانستاني زایرینو لپاره وړیا ویزه صادروي .
مخکې د عر اق د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ ویندوی تحسین الخفاجي ویلي وو چې داربعین د مراسمو لپاره عراق ته د څه د پاسه ۵ میلیون زیراینو د سفر احتمال ورکول کېږي .