هغه اخلاقي مسئلې چې له یوه بله د دوو کسانو د لیریکیدا سبب کیږی.ناسم خلق یا هماغه بد اخلاق دي. بداخلاقي او تریو تندی او ځيږې ، وچې او بدې له مینط او نرمښت پرته خبرې د انسان ځيږ اخلاق بلل کیږی چې ځینی دانسان په باطن کې جرړه لری او د عمومی نفرت سبب کیږي.
بد اخلاقه انسان لکه څنګه چې ډير کم زغم لري او خپل ځان دکنټرولولو قدرت ته لري، له ځانه د خلکو د خپه کیدا لامل کیږی او په نتیجې کې دهغه ټولنیز ژند له خطرې سره مخ کیږی او له دې پلوه ممکنه ده ،هغه له انزوا او تنهائۍ سره مخ شي او په دې توګه نور په اجتماعاتو او غونډو کې نشی حاضریدیلی او له خلکو سره ارتباط نشي ټينګولی . له د امله د امیر المومنین علی علیه السلام څځه یو حدیث روایت شوی دی چې فرمائي ؛ لا عَيْشَ لِسَيِّى الْخُلْقِ؛ بد اخلاقه انسان ژوند نه لری؛؛ ځکه چې هم پخپله په عذاب اوتکلیف کې دی و هم ئې شاوخوا خلک او ورسره ناستې پاستې کونکی په عذاب کې دی.
پر دې اساس هغه کسان چې په دغې اخلاقي ګناه ککړ دي، باید زرترزره دخپل ځان ددرملنې هڅه وکړي او له هغو لارو چې داخلاقو لویانو اوعالمانو وئيلي دي،ورڅخه ګټه پورته کړي.
ځينو وختونو بداخلاقي له بد اخلاقو کسانو سره دناستې پاستې له امله وي.
د مسلمانانو بلکې د انسانانو د لارښونکي کتاب په توګه قرآن کریم د ځینو بداخلاقو پيښو خبره کړې ده او سختې ئې رټلي دي.