IQNA

پيغمبراعظم(ص) انسان ته د بشریّت د ټولو سترو دردونو د درملنې نسخه وړاندې کړه

14:20 - October 03, 2023
د خبر لمبر: 3488050
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب ستر لارښود د  د اسلامی وحدت دنړیوالو کنفرانس  له میلمنو،د اسلامی هیوادونو د سفیرانو،د اسلامی جمهوری نظام د مسئولانو او د زرګونو خلکو په ټول کې د الهی او آسماني کتاب قرآن کریم د سپکاویو لپاره د سرزورو قدرتونو د پلانونې علت  له قرآني تعلیماتو څخه د استکباري او استعماري قدرتونو د خطرې احساسول وبلل او  په دې خبرې په ټينګار سره چې  د امریکا او سرزورو قدرتونو  له لاسوهنو سره د مقابلې یوازینۍ لاره ، د اسلامی هیوادونو اتحاد ااو په اساسی مسئلو کې د یوې واحدې کړن لاړې  غوره کول وبلل،او وې وئيل،  له صهیونیسټي رژيم سره  د اړیکو عادي کولو جواري پر بایللی اسپ  د  شرط بندۍ په څير ده چې په بایللو محکوم دی.

ایکنانیوز- حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای نن سهار د اسلامی وحدت نړیوال کنفرانس له ګډون کونکو میلمنو،د اسلامی هیوادونو د سفیرانو او د اسلامی نظام د مسئولانو او نورو ډيرو خلکو په ټول کې روښانه کړه، درست بشریّت هغه  که ددغه دین مومنان وي او که له دوي پرته ،د پیغمبر اکرم(ص)او د کلمې په حقیقي معنا د هغه بزرګوار د دین پامته داره دي. پیغمبر اکرم(ص) انسان ته د بشریّت د ټولو دردونو د درملنې نسخه وړاندې کړه. د پیغمبر اعظم(ص)په باب حقیقتا د ما او د ما په شان ډ ډيرو ژبه دهغه د سیرت په باب له څه وئيلو قاصره ده او د ما او د ما  په شان د ډيرو  ذهن قاصر دی ، د هغه بزرګوار د لوړ شخصیّت او ځانګړنو  په باب  له فهم او پوهیدا څخه ، زه د پیغمبر اکرم د فضل اوکرم  له دغه کتابه  نن یوازې یوه کلمه مختصرا عرض کوم او هغه دا چې د عالم هستۍ دغه ځلانده لمر ددرست بشریّت پر  ګردن حق لري.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز ووئيل؛د درست بشریّت پر ټولو پرګنو، هغه که دغه دین ته مومنان دي او که له دوي پرته ، ټول د پیغمبر اکرم(ص) او د کلمې په حقیقي معنا  دهغه بزرګوار ددین پامته داره دي پیغمبر اکرم انسان ته د بشریّت د ټولو سترو دردونو د درملنې نسخه ډالۍ کړه.

دوی پخپلې وینا کې وفرمائيل،له اسلام سره دښمني د تل په نسبت  نن سبا لاښکاره ده. دهغوي یو جاهلانه مثال ، هغه کال چې  یو جاهل لیوانی ئې ترسره کوي او یو حکومت ئې ملاتړ کوي،  دا ددې ښودنه کوي چې دا موضوع   د قرآن سپکاوی او ددغې قضيې صحنه نه ده ،دمونږ بحث ددغه جنایت او ددغه نفرت خورونکي کار د پلانونکو دی.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل ؛دوي خیال کوي، قرآن کمزوری کولی شي، نو دا تیر وځي  پخپله ځان خرابوي ،په اور او نفرت خورونې سره د  حقیقت او ځلنده عظمت لار نشي نیولی.

داسلامی انقلاب ستر لارښود  دخپلې وینا په یوې بلې برخې کې د وحدت اونۍ په مناسبت  د اسلامی هیوادونو مشران ،سیاستوالان او د نظرخاوندان او شخصیّتونه  پر دې پوښتنې تفکر او فکر ته وبلل چې  داسلامی هیوادونو د اتحاد دښمن څوک دی  او د مسلمانانو اتحاد چا ته کوم تاوان رسوي  او  د دوی د لاسوهنو، چورتالان او د ګوتوهنو خنډ کیږی؟ دوي دغه راز په دې خبرې په ټينګار سره چې  د لویدیخي آسیا سیمې او شمالی افریقا کې د اسلامی هیوادونو اتحاد به د امریکا  دلاسوهنوا و سرزوریو  او دغلاګانو خنډ شي ، ووئيل، نن سبا  امریکا د سیمي هیوادونو ته سیاسی اواقتصادي ګوزار ورکوي ، دسورئې تیل غلا کوي، ظالم، وحشي اوخونخوار داعشیان  پخپلو کیمپونو کې ساتي څو  د ضرورت په وخت  ئې ډګر ته راوباسي  او دهیوادونو په چارو کې ګوتې وهي . خو که ټول سوه یوو شو سره متحد شو ، او ایران ،عراق ،سوریه ،لبنان ،عربستان ،مصر ،اردن  او دفارس خلیج  د څنډې نور هیوادونه  په اساسی اوکلی مسئلو کې یوه واحده کړن لاره ولري، نو سرزوري قدرتونه  هیڅ جراءت نشي کولی، د دغو هیوادونو په کورنیو چارو او بهرنیو سیاستونو کې ګوتې نشي وهلی.

د  اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمائيل،  مونږ هماغه شان چې په کرتو  مو وئيلی دي،هیڅوک جنګ او پوځي اقداماتو ته نه هڅوو او ورڅخه ډډه هم کوو، پر دې اساس  د یوه خوله کیدا او متحد شونې بلنه ، ،د امریکا د جنګ غواړي خوي د مخنیوي لپاره ده ،ځکه  چې دوي  جنګ غواړی خوي لري ،شخړو جوړول غواړي  او  د سیمې ددرستو جنګونو عامل همدغه بهرني  عوامل دي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د اتحاد او یوووالی پر حیاتی موضوع د اسلامی نړۍ درستو مشرانو او شخصیّتونو غور او تمرکز ضروری وباله او  د سیمې د یوې بلې موضوع یعني د صهیونیسټي غاصب رژیم ددوامدارو  جنایتونو په باب ئې  وفرمائيل؛ نن سبا دغه رژيم نه یوازې دایران له اسلامی جمهوریته ،بلکې  د مصر، سورئې او عراق په څير د خپلو شاوخوا  درستو هیوادونو په باب هم له کینې او غضبه ډک دی.البته د قرآن کریم په تعبیر  چې فرمائي ، غوسه ووسې  او  له دغې غوسې ومرې ،نو ددوي د مرګ په حال کې دی  او دخداوندمتعال په مرستې او مدد سره  د غاصب رژيم په با دغه آیت د تحقق په حال کې دی.

حضرت آیت الله العظمی سید علی  خامنه اي هیله وښودله چې  اسلامی امت د پروردګار په عنایت کسره په سرلوړئ او شرافت  او رفعت سره  له خپلو بې مخینې انساني او طبعيي وړتیاؤ څخه زیاتره استفاده کولی شي.

ددغې کتنې په پیل کې هم داسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسی هم پخپلې وینا کې پر توحید او عدالت د مشتملې ټولنې او د انسان د جوړونې لپاره  د پیغمبراکرم(ص) مجاهدتونو ته په اشارې سره، ددښةنانو په وړاندې دریدا او همداراز دهدف په لاره کې مقاومت ، د پیغمبر اکرم(ص) ترټولو مهمو تعلمیاتو برخه وبلله او وې وئيل،د وحدت او لیدتوګې پر چولیز داسلامی نړۍ انسجام او  مقاومت او د تکفیر اوسازباز نفي کول به ،د ماډرن اسلامی تمدن د بڼه موندنې  ځیری وي. ابراهیم ریئسي  د ایران د اسلامی انقلاب په تجروبې کې د الهي نصرت او هدایت  ځلاؤ پنځیدا ته په اشارې سره ، پر خداوندمتعال تکیه او  پر ولس اعتماد او  د اسلامی نړۍ له نسبي امتیازونو څخه استفاده ، دبدغواړو د ارادې په وړاندې د بریالیتوب او پرمختګ عوامل وبلل او وې وئيل،له صهیونیسټي رژيم سره د ځينو حکومتونو سازباز به د دوي لپار امنیت ونه لري، ځکه  چې دغه رژيم په ځوړتیا او  او د  مقاومت بریالیتوب نزدې دی.

https://iqna.ir/fa/news/4172817

captcha